په سوریه کې د اوربند موافقه چې له څو کاله خونړېو جګړو وروسته په دې وروستیو کې موافقه پرې وشوه په دې هېواد کې د سولې لپاره هیلې راژوندۍ کړې دي.
خو د امریکا، روسیې او د سیمې او لویدیځ د نورو پیاړو قدرتونو ترمنځ دې موافقې یو لړاندیښنې هم رامنځته کړې دي.
ځینو لویدیځو چارواکو اندیښنه څرګنده کړې چې ښايي روسیه د اوربند د موافقې له متنه په ناسمې استفادې سره په سوریه کې د خپلو اهدافو د پرمخ بیولو هڅه وکړي.
یوه مخکښ امریکايي سناتورپه سوریه کې د اوربند پر وروستۍ موافقه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا هغه ډيپلوماسي ده چې د روسیې له پوځي یرغل سره مرسته کوي.
جمهوري غوښتونکي سناتورجان مککین دا څرګندونې د جرمني په مونشن ښار کې په یوه نړېوال کنفرانس کې وکړې.
د جمعې په ورځ په همدې ښار کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د څو نورو هېوادونو ډیپلوماتانو په سوریه کې د اوربند موافقه لاسلیک کړه.
ښاغلي مککین پرون د مونشن د امنیتي کنفرانس د وروستۍ ورځې غونډې ته په وینا کې وویل:
"راځئ چې د دې موافقې د نتایجو په اړه سپینې خبرې وکړو. دا موافقه اجازه ورکوي چې پر حلب ښار عملیات یوه بله اوونۍ هم دوام وکړي او د بشارالاسد د رژیم له مخالفو ډلوڅخه غواړي چې جګړه بنده کړي خو روسیې ته اجازه ورکوي چې پر تروریستانو بمباري وکړي او روسیه ټول تروریستان بولي ان ملکيان."
مسکو ویلي چې د دې ډلو پرضد حملو ته به دوام ورکړي، خو لویدیځ چارواکي وايي، د روسیې د حکومت په هوايي حملو کې ډیری هغه ډلې په نښه کیږي چې لویدیځ یې ملاتړ کوي.
ښاغلي مککین وویل، روسیه به له اوربنده په کار اخیستو سره پر حلب ښار د سوریې د دولتي ځواکونو له عملیاتو څخه ملاتړ نور هم پراخ کړي او د اوربند موافقه به د خپلو اهدافو لپاره وکاروي. مککین زیاته کړه چې ولسمشر ولادیمیرپوتین غواړي د اسد رژیم پیاوړی کړي، روسیه په منځني ختیځ کې د یوازیني لوی قدرت په توګه مطرح او د سوریې له جګړې څخه د روسي وسلو د ازموینې د یوه لابراتوار په توګه کار واخلي.
مککین وویل، روسیې په اوکراین کې هم له همدې طریقې څخه کار واخیست او د خبرو او اوربند په وسیله یې خپل پوځي اهداف تعقیب کړل.
د سوریې د اوربند موافقه چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو هم پرون په ټیلیفوني خبرو کې د هغې په اړه بحث وکړ په سوریه کې د یوې اوونۍ لپاره د جګړو د بندیدو غوښتنه کوي خو د داعش او جبهه النصره په څیر افراطي ډلې نه دي په کې شاملې.
کریملین وايي اوباما او پوتین په خپلو خبرو کې د روسیې او امریکا د دفاع وزیرانو ترمنځ د همکارۍ او نژدې تماس پر اړتیا ټینګار وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې دا همکاري به د اسلامي دولت ډلې- داعش پرضد د مبارزې له بریا سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د جرمني د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ناربرت رویتګین Norbert Roettgen چې د صدراعظمې انګیلامیرکل له نژدې همکارانو څخه دی ویلي دي چې روسیه په سوریه کې د اوربند له موافقې د خپلو اهدافو لپاره کار اخلي.