د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۰

پاپ فرانسس: تهران دې د منځني ختیځ په سوله کې مرسته وکړي


د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس پر تهران غږ کړی چې د منځني ختیځ د سولې په پرمختګ او د ترورېزم د خپراوي په مخنیوي کې هڅه وکړي.

دا خبره د واتیکانه په یوه راغلي اعلامیه کې شوې ده.

دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې د ایران ولسمشر حسن روحاني په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د یوه ایراني مشر په توګه د پاپ فرانسس سره شخصي ولیدل او دواړو لورو یو بل ته ډالۍ هم ورکړې.

سره له دې چې ایران یو اسلامي جمهوریت دی، خو په روم کې د کاتولیکانو له کلیسا سره ښې اړیکې لري، له همدې کبله واتیکان هڅه کوي له خپل نفوذه په استفادې له تهرانه د منځني ختیځ د سولې په برخه کې مرسته وغواړي.

له واتیکانه په یوه راغلي اعلامیه کې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس له قوله ویل شوي چې له تهرانه یې غوښتنې نه یوازې د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې بلکه په دې سیمه کې د ترورېزم د خپراوي او د وسلو د قاچاق په مخنیوي کې کار وکړي.

د ایران شیعه حکومت د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړی دی، خو د سوریې د پنځه کلنې کورنۍ جګړې په موده کې لویدیځو هېوادونه د سوریې د حکومت د سني مخالفې ډلي پلوي کړې ده.

په همدې حال کې ډیری لویدیځ هېوادونه ایران له هغو بېلابېلو ډلو سره په مالي مرسته تورنوي چې دوی یې تروریستي سازمانونه بولي.

د پاپ دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د واتیکان په ماڼۍ کې د پاپ فرانسس په شخصي میلمستون کې له هغه سره ولیدل.

په دې څلویښت دقیقه یې لیدنه کې پاپ له ولسمشر روحاني څخه د واتیکان د سفر له کبله مننه وکړه او د سولي هیله یې څرګنده کړه.

دواړو لورو په دې لیدنه کې یو بل ته ډالۍ هم ورکړې. د ایران ولسمشر د هغه هېواد یوه لاسي جوړه شوې غالۍ پاپ ته ډالۍ کړه او په بدل کې یې پاپ د سنت مارتین تورس مدال روحاني ته ورکړ.

ولسمشر روحاني له پاپ فرانسسه د دعا غوښتنه وکړه او وروسته یې د واتیکان له لوړ پوړو ډیپلوماتانو سره جلا جلا ولیدل.

ولسمشر روحاني د یوه څلور ورځني اروپایې سفر په هدف ایټالیا او فرانسې ته تللی دی او دا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې اروپا ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر دی، که څه هم د ایران پخوانی ولسمشر محمد خاتمي د هغو مشرانو په منځ کې وو چې په ۲۰۰۵ کال کې یې د پاپ جان پاول د ښخولو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د دې سفر هدف پر تهران د نړېوالو بندیزونو تر لېرې کیدو وروسته له لویدیځو هېوادونو سره د ایران د اړیکو ښه کیدل او هغه هېواد ته د بهرنیو پانګه والو جلبول بلل شوي دي.

ولسمشر روحاني په روم کې یو شمېر سوداګرو ته وویل چې ایران په سیمه کې تر ټولو خوندي او باثباته هېواد دی.

XS
SM
MD
LG