د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

ستانکزۍ: سیمه ییز مخور دې خلك انتخاباتو کې ګډون ته وهوي


د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د كابل ښار له شا و خوا سلو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ناحيو له وكيلانو سره يې په يوه غونډه كې د انتخاباتو پر اهميت خبرې وكړې او له دوى څخه وغوښتل شول، نور خلك په انتخاباتو كې ګډون ته وهڅوي.

د انتخاباتو خپلواك كميسيون يوې غړې مستورې ستانكزۍ وويل په غونډه كې د كابل د ټولو ناحيو وكيلانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او نورو مخورو كسانو ګډون درلود. هغې وويل دا هغه كسان دي چې كولاى شي زيات خلك انتخاباتو ته تشويق كړي:

مېرمن ستانكزۍ زياته كړه د انتخاباتي كمپاينونو له پيل راهيسې يې په مركز او ولايتونو كې د عامه پوهاوي دا ډول زياتې غونډې جوړې كړي او په زياتو سيمو كې خلكو ورسره د همكارۍ او په انتخاباتو كې د ګډون ژمنه كړې ده.

د چهارشنبې د ورځې په غونډه كې د كابل د ناحيو وكيلانو وويل دوى هم دا مسووليت لري چې په خپلو سيمو كې خلك په انتخاباتو ګې ګډون ته وهڅوي.

د كابل د دويمې ناحيې يو وكيل عبدالشكور ازادۍ راډيو ته وويل:

”موږ په خپله سيمه او جومات كې، چې خلك راټول وي، د خپل ملا امام په مرسته تشويقوو او ورته وايو چې په انتخاباتو كې ګډون وكړي، كه چېرې موږ په انتخاباتو كې ګډون ونه كړو، د وطن اينده مو خرابېږي.“

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي د رسنيو، پوسټرونو، تبليغاتي پاڼو او اعلانونو په مرسته يې تر ډېره كوښښ كړى له ولس سره مستقيم ارتباط وساتي او د خپل عامه پوهاوي د پروګرام په مرسته افغانان په انتخاباتو كې ګډون رامات كړي.

انتخاباتو ته كمې ورځې پاته دي او ځينې خلك شكايت كوي چې لا هم په ليرې پرتو سيمو كې د عامه پوهاوي پروګرامونه په هغه پيمانه نه دي عملي شوي، چې تمه يې كېده.
XS
SM
MD
LG