د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

کرزي: په انتخاباتوكې د ښځو ونډه مهمه وبلله


کرزی
کرزی
ښاغلي كرزي په انتخاباتوكې د ښځو رايې مهمې وبللې او له ټولو څخه يې وغوښتل چې، پرته له كومې اندېښنې او ويرې دى، د رايو وركولو مركزونو ته ورشی او د خپلې خوښې كانديد ته دې رايه وركړي:
"كه سل چاودنې وكړي موږ خپلې رايې وركوو او دا هېواد به كاميابوو.

له هيڅ اعلان او ګواښ څخه ونه ډاريږئ، دا خاوره د خلكو په لاس كې ده
او يوه اوونۍ وروسته به ستاسې په رايو د ابادۍ او ترقۍ لاره ونيسي."
دغونډى ګډونوالو ښځې

كرزي وويل، كه په راتلونكو انتخاباتوكې بيا د ولسمشر په توګه انتخاب شي، دهېواد د ښځو د ژوند د ښه كېد و لپاره به له تېرى دورې، ډيرى هڅې وكړي.

ده پرټولو ښځوغږ وكړ چې، ترهرڅه لومړې دى د دوي د اولاد ښوونى او روزنې ته پام وكړي. ځكه چې د هېواد ودانول او پرمختګ د دوی د بچيانو په لاس كې دى.

دغونډى ګډونوالو ښځو، د حامدكرزي تېره دوره وستايله او راتلونكي دورى ته يي د ولسمشر په توګه بيا هم مناسب وباله.

په دې هكله د كابل ښار يوې اوسيدونكى (( شفيقې )) وويل:
"موږ د كرزى صاحب كمپاين لپاره را ټولى شوي يو، كرزي په تېره دوره كې ښځو ته ډيرخدمت وكړ، ښوونځيو ته تللۍ شو، كاركوو، په انتخاباتوكې هم ګډون كوواو دا هيله ترې كوو چې په خپله راتلونكي دوره ښځو ته كارونه پيداكړي، كورونه وركړي او مرسته ورسره وكړي."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو ته لږې ورځې پاتې دي او ورسره د كانديدانو انتخاباتي مبارزې هم له يوې ورځې نه بلې ته زور اخلي او هر كانديد هڅه كوي، چې خلك رایې وركړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې، دا مبارزې به د اسد د مياشتې تر شپږويشتمې پورې دوام وكړي. او انتخابات به د همدې مياشتې په نهه ويشتمه نېټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG