د سې شنبې په ورځ مو د انتخاباتو په اړه د ازادۍ راډیو په ځانګړي بحث کې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پنځه تنه کاندیدان میلمانه وو: ضیاالحق حافظي، محبوب الله کوشاني، مولانا عبدالقادر امامي غوري، شامحمود پوپل او ګل احمد یما.
د تېرو څو اونیو راهېسې په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې په شور او زوږ روانې دي . کاندیدان لويې لويې غونډې جوړوي ، خپل لوی لو ی پوسټرونه چاپوي، او ان د ځینو غونډو څخه خو داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې پر خلکو نقدې پیسې ویشل شوې دي .
د غبرګولي له شپږویشتمې نېټې راهېسې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره انتخاباتي مبارزې پیل شوې دي. د هېواد رسنۍ په دې منډو ترړو کې مهم رول تر سره کوي .
تېره سې شنبې مود انتخاباتو په اړه د ازادۍ راډيو ځانګړى اوونيز پروګرام كې د ولسمشرۍ د څوکې درې تنه كانديدان مېلمانه وو : معتصم بالله مذهبي، ډاكټر غلام فاروق نجرابي او عبدالحسيب ارين.
د انتخاباتو په اړه مو د ازادۍ راډيو په دويم ځانګړي پروګرام كې د جمهوري رياست پنځه كانديدان مېلمانه وو: ملا عبدالسلام راكټي، عبدالجبار ثابت، ډاكټر حبيب منګل، محمد حكيم تورسن او الحاج عبدالغفور زوري.
په زرګونو بهرني سرتیري افغانستان ته د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانود انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره تللي.
د لسګونومدني او ټولنيزو ارګانونو غړو ديوې غونډې په ترڅ كې د جمهوري رياست په راتلونكو انتخاباتو كې د حامد كرزي له كانديداتورۍ څخه ملاتړاعلان كړ.
د ازادۍ راډیو د اونۍ بحث د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د امنیت په اړه دی.د انتخاباتو د کمیسون د مهال ویش پر اساس په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې د سې شنبې په ورځ پیل شوې او دوه میاشتې دوام کوي.
د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو لپاره د كانديدانو كمپاين د تېرې سې شنبې په ورځ په رسمي ډول پيل شو. د كمپاين له پيل سره جوخت د ازادۍ راډيو په يوه ځانګړي پروګرام كې له پنځو مېلمنو سره پر انتخاباتو خبرې وشوې.