ددې بحث برخه وال څلور تنه يې د ولسمشرۍ د څوکۍ كانديدان او يو تن يې د يوه بل كانديد لومړى مرستيال و چې نومونه يې په دې توګه دي:
۱- رمضان بشردوست
۲- ميرويس ياسيني
۳- بشير بېژن
۴- باز محمد كوفي
۵- او د شهنواز تڼي لومړى مرستيال ډيپلوم انجنير نثار احمد سليمي
په دې پروګرام كې مېلمنو خپل پروګرامونه تشرېح كړل او د اورېدونكو پوښتنې يې ځواب كړې، چې په ټليفوني تماسونو كې يې ورڅخه كولې.
دغه پروګرام د سې شنبې د ماسپښين له درېيو د مازيګر تر پنځو بجو پورې دوام وكړ، چې هره اوونۍ به پر همدې ورځ او همدې ساعتونو باندې خپرېږي.
دا کاندیدانو ترمنځ دا بحث دلته اوریدلی شۍ
د ولسمشرۍ د انتخاباتي مباریزو د پیل په اړه بحث
![ولسمشرۍ دڅوکۍ کاندیدانو د انتخاباتي مباریزو په ترڅ کې خپل پوسټرونه د افغانستان په لویو ښارونو کې زړولي دي.](https://gdb.rferl.org/fba3fd01-a9ea-4f18-bd35-9b157ea47d18_w250_r1_s.jpg)