د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیتې اندېښنې


د ازادۍ راډیو د اونۍ بحث د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د امنیت په اړه دی.د انتخاباتو د کمیسون د مهال ویش پر اساس په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې د سې شنبې په ورځ پیل شوې او دوه میاشتې دوام کوي.

په دې موده کې به د ولسمشرۍ کاندیدان اړ وي چې د انتخاباتي منډو ترړو په ترڅ کې بېلابېلو ولایتونو ته ولاړ شي په ورته توګه د ولایتي شوراګانو کاندیدان هم باید ولسوالیو ته سفرونه وکړي او له خلکو سره وګوري څو هغوی ته خپلې کړنلارې بیان کړي.

خو په داسې حال کې چې ناکرارۍ له یوې ورځې بلې ته زیاتېږي د دوی د امنیت په برخه کې ډېرې اندېښنې شته.

د کورنیو چارو وزارت وايي د کاندیدانو د امنیت لپاره يې ځانګړي تدابیر نیولي دي ، خو له کاندیدانو او د کاندیدانو له ملاتړو سره امنیتي اندېښنې په خپل حال پاتې دي.

د ازادۍ راډیو ددې اونۍ په بحث کې په همدې اندېښنو خبرې شوي .

د بحث میلمانه دي د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید معتصم بالله مذهبي، د کابل د ولایتي شورا ته کاندیدان عفیفه شمس او عبدالصمد قریشي .

په دې بحث کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو نوموړي د بوختیاوو له کبله په بحث کې برخه وا نه خیستله.

د بحث کوربه نسیم شفق دی او دلته يې اوریدلۍ شۍ
XS
SM
MD
LG