د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

افغان ګاندي؟


 ویل کېږي چې بشر دوست کله ناکله ېوازې د کابل په کوڅو کې پلی ګرځي او خپله انتخاباتي مباریزه پر مخ بیايي.
ویل کېږي چې بشر دوست کله ناکله ېوازې د کابل په کوڅو کې پلی ګرځي او خپله انتخاباتي مباریزه پر مخ بیايي.

په زرګونو بهرني سرتیري افغانستان ته د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانود انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره تللي.

د ولسمشرۍ د څوکۍ په یو څلویښت کاندیدانو کې یو تن داسې هم دی چې له روانو ناکراریو ډېر نه وېرېږي.
رمضان بشر دوست د ملي شورا څخه بهر له یوې وړې خېمې څخه د ولسمشرۍ لپاره انتخاباتي مباریزه کوي. نوموړي په خپل ویب سایټ کې خپله پته هم همدا خېمه ښودلې ده.

بشردوست چې کله په دې وړه خیمه کې نه وي نو بیا د کابل ښار په کوڅو کې ګرځي او خلک هڅوي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ده ته رايي ورکړي.

ښايي همدا به ددې سبب شوی وي چې نوموړي د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د۴۱ کاندیدانو له ډلې څلورم تن دی چې په خلکو کې ډېر شهرت لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو کې د بشردوست د کمپاین او د افغانانو په منځ کې د نوموړي د شهرت په اړه یو لنډ مستند فلم خپور کړی .

نیویارک ټایمز وايي :
په داسې یو هېواد کې چې واک تل د ټوپکو په زور اخیستل شوی او د ټوپکو په زور ساتل شوی، ګن شمیر خلک بې وسلې بشردوست ته د افغان ګاندي په سترګه ګوري ،د ادرې فساد او جنګ سالارانو پر ضد د هغه د پیغامونو هرکلی کوي.

د بشر دوست د کمپاین او په خلکو کې د نوموړي د شهرت په اړه د نیویارک ټایمز مستند فلم دلته کتلۍ شۍ
XS
SM
MD
LG