د اروزګان ولایت فني او مسلکي کسان په دې باور دي چې ځوانان باید د ښوونځي او پوهنتون له زده کړو سره سره د کسب او کار زده کړې هم وکړي. د دوی په وینا، داسې مهارتونه د ځوانانو لپاره ډېر ارزښت لري.
په پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي او د ښوونیزو مرکزونو مسؤلین ادعا کوي چې ځايي طالب چارواکو په دغه ولسوالۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د یو شمېر ښوونیزو مرکزونو او کورسونو فعالیتونه ځنډولي دي.
د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته راغلي ناروغان او پایوازان د درملو او روغتیايي امکاناتو د کمښت شکایت کوي.
د خوست اوسیدونکي په روان ژمي کې د سونګ لرګیو له کمښت او لوړو بیو شکایت کوي. دوی زیاتوي، اقتصاد يې کمزوری دی او په دې بیو د لرګیو د رانیولو وس نه لري.
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د لیرو پرتو سیمو اوسېدونکي له کلونو راهیسې د وچکالۍ او اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي.
د ارزګان ولایت مرکز ترينکوټ ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو ګڼه ګوڼه او د نقلیه وسایلو شمېر په کې ورځ تربلې زیاتېږي. د دې ښار استوګن وايي په ښار کې د نقلیه وسایلو د منظمو تم ځایونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په دې وروستیو کې په کندهار کې د فرنیچر د تولید صنعت په بېساري ډول پرمختګ کړی دی. اوس مهال د دې ولایت تر ۷۰ سلنه فرنیچر تولیدات محلي دي، چې پخوا به له بهرنیو هېوادونو واردېدل.
د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د اروزګان ولایت ۶۴ روغتیايي مرکزونو ته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي وسایل او درمل ورکړل شول.
په کندهار کې د پستې حاصلات زیات شوي او یو شمېر کروندګرو د پستې نوو باغونو ایښودلو ته مخه کړې.
په اروزګان ولایت کې د بوټ او څپلیو جوړولو صنعت په تېرو لسو کلونو کې د سیمهییز اقتصاد په پیاوړتیا کې د پام وړ رول لوبولی دی.
نور راوښيه