د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د خوست اوسیدونکي: د لرګیو د کموالي له کبله د سونګ موادو بیې لوړې شوي


په کابل کې د لرګیو د پلورلو یو دوکان
په کابل کې د لرګیو د پلورلو یو دوکان

د خوست اوسیدونکي په روان ژمي کې د سونګ لرګیو له کمښت او لوړو بیو شکایت کوي. دوی زیاتوي، اقتصاد يې کمزوری دی او په دې بیو د لرګیو د رانیولو وس نه لري.

د دوی په وینا، د حکومتي بندیزو له کبله د سونګ لرګي لږ شوي او بیې يې لوړې شوې دي.

دوی زیاتوي، د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی او د دې وس ورسره نه شته، چې په لوړو بیو لرګي رانیسي.

د خوست اوسیدونکي له اړوندو ادارو غواړي چې په دې برخه کې د دوی ستونزې په پام کې ونیسي.

په خوست کې هغه خلک چې سیمو ته یې وارداتي برښنا غځیدلې، د کوټو په تودولو کې لږ، لږ له برښنا هم استفاده کوي، خو دا چې برښنا پرچاوی لري، نو تر ډېره هڅه کوي، چې په کور کې لرګي وکاروي.

همدارنګه په ښاري سیمو کې له ګېسو هم استفاده کیږي، چې خطر يې ډېر دی او په روان ژمي کې د ګېس نیونو د څو پيښو له کبله یو شمېر کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، مړه شوي دي.

د لرګیو کاروباریان وايي، که چیرې مسوولان د دوی او د خلکو ستونزې په پام کې ونه نیسي، نو مشکلات يې نور هم ډېریږي.

بل لوري ته ځايي مسوولان وايي، د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګیدلی او پریکړه يې پر خپل ځای ده، خو د خرڅیدونکو لرګیو له بیو په دوامداره توګه څارنه کیږي.

یاده دې وي، خوست، پکتیا او پکتیکا د افغانستان له هغو ولایتونو دي، چې لږ او زیات ځنګلونه لري او د ډيریو غرییزو سیمو د اوسیدونکو ژوند يې د همدې غرونو د لرګیو په خرڅلاو سمبالیږي، خو په وروستیو کې يې بندیز د سمې او غرونو خلک په یو ډول د لرګیو له کمښت او د لوړو بیو له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په وروستیو څو لسیزو کې د ځنګلونو د بې رحمانه وهلو له کبله د افغانستان ځنګلي ساحه خورا محدوده شوې او ورسره چاپیریالي ستونزې ډېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG