ددې ولسوالۍ یو اوسېدونکي او زده کوونکي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "اوس مهال د څمکنیو ولسوالۍ بازار او شاوخوا سیمو کې چې څومره ښوونیز مرکزونه او کورسونه وو، اسلامي امارت لخوا په موقتي ډول بند شوي."
د سیمې اوسېدونکي وایي د دغو ښوونیزو مرکزونو شمېر کابو ۱۶ ته رسېږي او پر هر یو مرکز کې تر سلو زیات زده کوونکي د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، ریاضي او بېلابېلو نورو مضامینو پر زده کړو بوخت وو.
د دغه ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ځینو ښوونیزو مرکزونو مسؤلین وايي، اړوندو ځايي ادارو ورته ویلي چې دا اقدام یې ځکه کړی چې یو شمېر دا ښوونیز مرکزونه او کورسونه د فعالیت جواز نه لري.
په څمکنیو ولسوالۍ کې د یو ښوونیز مرکز مشر محمد منیر چې دا ستونزه تاییدوي، ازادي راډیو ته وویل: "زه خپله دلته یو کورس لرم چې په کې انګلیسي، کمپیوټر، دري او ځینې نورې مضمونونه تدریس کوو. زموږ د کورس جواز لري، خو د یوې ورځې لپاره یعنې پرون ټول کورسونه تړلي وو. بیا چې موږ د شپې ورسره خبرې وکړې، بیرته اجازه راکړه چې ټول دې خلاص وي. خو ټینګار یې ډېر پر دې و چې هغو کورسونو چې جوازونه نه لري باید جوازونه واخلي."
دغه چې ولې یو شمېر کورسونه جواز نه لري، د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د یو بل کورس خاوند د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، ستونزه دا ده چې دوی مسلکي استادان نه لري او د جواز اخیستلو معیار نه شي پوره کولی.
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په بیلابیلو ښوونیزو برخو کې ډیری مسلکي استادان له دغه هیواده ووتل.
د څمکنیو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هم د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "خپل ماشومان مې په دې کورسونو کې درسونه وایي، انګلیسي او ریاضي. دا کورسونه شاوخوا ۲۰ کاله کېږي چې فعالیت لري. دغو کورسونو ډېره ګټه کوله، خو داسې به ډېر تاوان وي ځکه که یوه درسي ورځ هم ضایع شي هومره ماشومان شاته پاتې کېږي. بلکې چې دوی به دې ژمي کې درس ونه وایي ډېر زیان وکړي."
د څمکنیو ولسوالۍ د دغو اوسېدونکو په خبره، یادو کورسونو او ښوونیزو مرکزونو ته د یاد ولایت د څمکنیو ولسوالۍ سربېره له جاني خیلو، ډنډ پټان، منګل او ځاځي اریوب ولسوالیو څخه هم زرګونه زده کوونکي زده کړو ته ورتلل.
په پکتیا ولایت کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند محمد رسول احمدي ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه چې ګواکي دا ښوونیز مرکزونه او کورسونه تړلي شوي دي.
د یادونې ده چې پر خواله رسنیو په څمکنیو ولسوالۍ کې د دغو کورسونو د مهرلاک کېدو ته منسوبې ویډیوګانې هم خپرې شوې دي.
دا په داسې حال کې دی چې ځینو کورنیو رسنیو له راپورونو وړاندیز کړی چې په ډایکندي ولایت کې هم د طالبانو د حکومت ځایي چارواکو درې ورځې وړاندې په ورته اقدام کې د دغه ولایت په خدیر او سنګ تخت بندر ولسوالیو کې د انګلیسي ژبې دوه ښوونیز مرکزونه تړلي او ګڼ شمېر ښوونکي یې نیولي دي.
په دې اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي او ځايي طالب چارواکو هم په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
دغه ښوونیزو مرکزونو د فعالیتونو د ځنډېدو ادعا داسې مهال کېږي چې له دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو حکومت په یو شمېر ولایتونو کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) پر سیمه ییزو ټولګیو هم بندیزونه ولګول چې زرګونه زده کوونکي پکې د بېلابېلو مضمونونو پر زده کړو بوخت وو.