ښاغلی خامنه اي چې په ايران کې تر ټولو لوړ واک ګڼل کیږي، د مذاکراتو د دوام ملاتړ کړی خو اوس هم د امریکا په اړه د ژورې بې اعتبارۍ څرګندونې کوي.
ولسمشر غني ته د ایران د سفر بلنه د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کابل ته د خپل سفر پر مهال ورکړې وه.
د اسراییل صدراعظم د هالوکاست د ورځې په یاد پرایران سخت انتقادونه وکړل او د تهران رژیم یې د جرمني له نازي رژیم سره ورته وباله.
تېره میاشت وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د جدي ښار هوایي ډګر کې د دوو ایراني زیارت کوونکو هلکانو پر وړاندې د سعودي چارواکو د جنسي آزار یا تیري راپورونه خپاره شول، په ایران کې د عربو پرضد د خلکو احساسات راوپاریدل.
سلګونو ایرانیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر وړاندې اعتراضونه وکړل. څه باندې ۳۰۰ اعتراض کوونکي د حکومت د بندیز سره سره د شنبه په ورځ په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت...
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پاکستان ته د خپل سفر په پاى کې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د دې هېواد له صدراعظم نواز شريف او د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف...
د ايران او ترکيې ولسمشرانو په يمن کې د جګړې د سياسي حل د څرنګوالي په خاطر موافقې ته رسېدلي دي. ايران په يمن کې د حوثي جنګياليو ملاتړکوي او ترکيه په يمن کې د حوثي جنګياليو پرخلاف د سعودي
د امریکا متحده ایالات وايي، که چیرې د جون د دیرشمې نیټې مخکې له ایران سره د دې هیواد د اتومي پروګرام په اړه یوه وروستۍ موافقه رامنځته شي
محمد جواد ظریف وویل، ایران توان لري او کولای شي خپل اټومي پروګرام ته په مخکینۍ کچه دوام ورکړي، که مقابل لوری شوې موافقې ته درناوی ونه کړي.
ایران او لویدیځ چې له دولس کلونو راهیسې خپلو کې په اتومي شخړه کې ښکیل وو بالاخره یې ددې لانجې د هواري یوه لاره ومونده
د ایران ولسمشر د دې هیواد او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ د اتومي پروګرام په اړه د رامنځ ته شوي ابتدايي هوکړې هرکلی کړی دی. د ایران ولسمشر حسن روحاني د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو ترمنځ
نور راوښيه