د یمن حکومت د دې هیواد لپاره د سولې څلورفقره یي پلان چې ایران ملګرو ملتونو ته وړاندې کړی، رد کړ.
سعودي عربستان او د دې هیواد په مشرۍ اییتلاف کې شاملو سني متحدینو یې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي وسله والو پرضد له درې اونیو راهیسې هوایي بمبارۍ پیل کړې دي، ترڅو د ټول هیواد د خاورې د لاندې کولو لپاره د یاغیانو د پرمختګ مخه ډب کړي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې دغه کړکیچ که څه هم په محلي سیالیو کې ریښې لري، د سعودي عربستان او ایران ترمنځ چې دواړه د تیلو سترتولیدوونکي دي، یوه نیابتي جګړه انګېرل کیږي.
د ایران له خوا د سولې وړاندیز شوی پلان، سمدستي د یوه اوربند د رامنځته کیدو، په بشپړه توګه د بهرنیو پوځي حملو د پای ته رسېدو، د بشري مرستو، د یوه پراخ ملي ډیالوګ د پیلېدو او د یوه پراخ بنسټه ملي حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي.
د یمن د حکومت ویاند راجح بادي د قطرله پلازمینې دوحه څخه په ټیلفون رویترز آژانس ته وویل چې موږ د ایران پلان ردوو ځکه دغه پلان یوازې د سیاسي مانور لپاره دی.
د یمن حکومت او سعودي عربستان چې اساسي ملاتړی یې دی، ایران د یمن په کورنیو چارو کې په مداخلې تورن کړی او هغه یې د تهران له خوا پر سیمې د خپل نفوذ د پراخوالي هڅه بللې ده. ایران دغه تورونه ردوي.
ایران هغه ادعاوې هم رد کړي چې ګواکې دا هیواد حوثي وسله والو والو ته مستقیماً پوځي مرستې ورکوي. حوثي شیعه ګانو له شمال څخه جنوبي بندري ښارعدن ته ځان رسولی دی.
لویدیځ او عربي ډیپلوماټانو په نیویارک کې د ایران د سولې له دغه پلان سره چندان لېوالتیا نه ده ښکاره کړې اوتهران په یمن کې د سولې بې پرې منځګړی نه بولي.
ملګري ملتونه وایي، په یمن کې د هوایي بمباریو او ځمکنیو جګړو له امله شاوخوا یونیم لک کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي او له ۷۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.
سعودي عربستان ویلي، له هوایي بمبارۍ څخه یې هدف دا دی چې حوثي ډله دې ته اړه کړي څو له حکومت سره چې له هیواده بهر دی، خبرو ته کښېني.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما او د سعودي عربستان پاچا سلمان د تیرې جمعې په ورځ په ټیلفوني خبرو کې په دې تاکید وکړ چې په یمن کې د تلپاتې سولې لپاره سوله ییزه حل لاره ډیره مهمه ده.