د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۴

خامنه اي: د ايران اټومي وسلې امريکايي افسانه ده


د ايران ستر مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي نن (يکشنبې) د خپل هيواد نظامي قومندانانو ته وويل چې امریکا د اټومي وسلو افسانه جوړه کړې ده چې ايران د خطر په توګه ښکاره کړي.

ښاغلی خامنه اي چې په ايران کې تر ټولو لوړ واک ګڼل کیږي، د مذاکراتو د دوام ملاتړ کړی خو اوس هم د امریکا په اړه د ژورې بې اعتبارۍ څرګندونې کوي.

ده له تلويزيونه په خپرېدونکې وينا کې ګڼ شمېر پوځي قومندانانو ته وويل:

امريکايانو د اټومي وسلو جعلي افسانه جوړه کړه چې وويلی شي اسلامي جمهوريت د تهدید يوه سرچينه ده. نه، د تهديد سرچينه امريکا پخپله ده چې پر خپل سر د بې ثباتۍ د رامنځته کولو مداخلې کوي

همداراز خامنه اي په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د ايتلاف د بمباريو د ملاتړ په خاطر پر امریکا انتقاد کړی دی.

حوثي ياغيانو تېر کال د يمن مرکز صنعا ونيوی او د دغه هیواد د نورو برخو کنترول يې هم تر لاسه کړ.

روانه مياشت ايران او د نړۍ شپږ ستر قدرتونه د تهران د اټومي پروګرام په اړه موقتي موافقې ته ورسېدل او پر همدې موضوع به مذاکرات په ويانا کې دوام وکړي. د دې مذاکراتو مقصد د جون تر پایه يوې اخري موافقې ته رسېدل دی.

تر پام وړ پرمختګونو وروسته هم دواړه لوري پر ځينو مسايلو لکه له موافقې وروسته به نړيوال بنديزونه څه ډول ايسته شي، مخالفت لري.

XS
SM
MD
LG