د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

ایران: که موافقه ونشوه، اټومي فعالیتونه بیرته پیلولی شو


جواد ظريف
جواد ظريف

د ایران د بهرنیو چارو وزیروایي، تهران په بشپړه توګه اټومي فعالیتونه بیرته پیلولی شي، که لویدیځ له هغه توافق څخه په شا شي چې ټاکل شوې تر جون مياشتې پورې نهایي شي.

محمد جواد ظریف وویل، ایران توان لري او کولای شي خپل اټومي پروګرام ته په مخکینۍ کچه دوام ورکړي، که مقابل لوری شوې موافقې ته درناوی ونه کړي.

ظریف، چې له شپږو قدرتونو سره د خپل هیواد د لانجمن اتومي پروګرام په خبرو کې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوله، دا څرګندونې پرون د ایران دولتي تلویزیون ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د کارپوهانو په وینا داسې بریښي چې د هغه له دې څرګندونوهدف هغو محافظه کاره ایراني سیاستوالو ته ډاډ ورکول دي چې د دغې موافقې سخت مخالف دي.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو د اپریل په دويمه په سویس کې پر یوه جوړجاړي توافق وکړ چې پر اساس به یې وروستۍ موافقه د جون تر دیرشمې پورې ترلاسه کیږي.

ظریف وویل، ایران له یوه پیاوړي دریځ څخه خبرې اترې مخ ته یوړې، ترڅو یوه ابتدایي موافقه یقیني کړي.

د دغې موافقې له مخې ایران خپل اټومي فعالیتونه محدودوي او لویدیځ هم پردې هیواد بندیزونه لیرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیروویل، تهران به پرخپلو ژمنو عمل وکړي که لویدیځ هم خپلې ژمنې پرځای کړي او زیاته یې کړه چې دغه موافقه له نړیوالې ټولنې سره د لا ګټورو اړیکو یو نوی فصل پرانیستلی شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، ډاډه ده چې د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره د وروستۍ موافقې پر جزیاتو به کار دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د مشرانو او استازیو جرګو له څلورو مخکښو مشرانو سره له ایران سره د شوې موافقې په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایریک شولتز وویل، موږ ښه احساس کوو او زیاته یې کړه ډېر کار لا پاتی دی چې باید ترسره شي خو موږ ډاډه یو چې جزیات به بشپړ شي.

سپینې ماڼۍ دغه راز پر دغې موافقې د اسراییل د اندېښنو د لیرې کولو هڅه هم کړې ده.

د اسراییل صدراعظم بینامین نتنیاهو د تیرې جمعې په ورځ وویل چې دولت یې غوښتنه کوي چې له ایران سره په هر ډول نهایي موافقه کې باید د یهودي دولت موجودیت په رسمیت وپیژندل شي.

د دې غوښتنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، اوباما به هیڅکله هم داسې یوه موافقه لاسلیک نکړي چې که نوموړی احساس کړي چې د اسراییل دولت ته ګواښ متوجه دی.

XS
SM
MD
LG