سلګونو ایرانیانو په تهران کې د سعودي عربستان پر وړاندې اعتراضونه وکړل.
څه باندې ۳۰۰ اعتراض کوونکي د حکومت د بندیز سره سره د شنبه په ورځ په تهران کې د سعودي عربستان د سفارت مخ ته راټول شوي او د دې سفارت د تړلو غوښټنه یې کوله.
اعتراض کوونکو د سعودي عربستان پر ضد شعارونه ورکول.
دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د جدې په نړیوال هوایي ډګر کې د سعودي افسرانو له خوا له دوو ایراني هلکانو سره د ناسم چلند ادعاوې وشوې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ د هوایي ډګر افسرانو دغه دوه هلکان چې یو یې څوارلس او بل پنځلس کلن وو؛ له نورو مسافرینو جلا کړه او تر نورو یې ډیر وپلټل.دا پیښه داسې مهال شوې چې دغه دوه هلکان د عمرې ادا کولو وروسته بېرته ایران ته روان وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د روانې اونۍ په سر کې په تهران کې د سعودي عربستان شارژدافیر احضار کړی او ورنه غوښتي یې وو چې د سعودي حکومت باید د دې پېښې مظنونین محاکمه کړي.
دغه وزارت همداراز وایي، سعودي چارواکو دوه پولیس افسران د دې قضیې په تړاو نیولي دي او ژمنه یې کړې چې په دې اړه به ډیر ژر پلټنې وکړي.
دغې پیښې په ایران کې له قهره ډک غبرګونونه راپارولي دي. ځینو قانون جوړوونکو او مذهبي مشرانو د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته پر تګ د بندیز غوښټنه کړې ده. مکه او مدینه دواړه ښارونه چې د اسلامي نړۍ تر ټولو سپیڅلې سیمې بلل کیږي؛ په سعودي عربستان کې موقعیت لري.
د سعودي د هوایې چلند چارواکو تر دې وړاندې د دوی هوایې حریم ته د هغې ایرانۍ الوتکې د ننوتلو مخه نیولې وه چې ۲۶۰ زیارت کوونکي په کې وو. هغوی ادعا کوله چې دا الوتکه د ننوتو لپاره لازم جواز نه لري.
د دواړو هیوادونو اړیکي په دې وروستیو کې د یمن د وضعیت په اړه هم خړ پړي شوي دي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې د شیعه حوثي یاغیانو پر وړاندې عملیات پیل کړي چې د ایران پلویان بلل کیږي.
په همدې حال کې له یمن څخه راپورونه وایي؛ د سعودي په مشرۍ ایتلاف هوایي بریدونه او هم د هېواد په جنوبي برخو کې د پلیو ځواکونو تر منځ نښتو زور اخستی او د راپورونو له مخې په دې پیښو کې پرون شاوخوا ۲۰ حوثي یاغیان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو عملیاتو د پیل راهیسې څه باندې ۶۰۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.