د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۰

عربستان کې پر دوو ايرانيانو جنسي تېري، عکس العملونه پارولي


تېره میاشت وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د جدي ښار هوایي ډګر کې د دوو ایراني زیارت کوونکو هلکانو پر وړاندې د سعودي چارواکو د جنسي آزار یا تیري راپورونه خپاره شول، په ایران کې د عربو پرضد د خلکو احساسات راوپاریدل.

ادعا شوې چې پر دې ایراني هلکانو له عمرې وروسته وطن ته د ستندیو پر لار د جدي هوایي ډګر کې د امنیتي لټون پرمهال د سعودي چارواکو له خوا جنسي تیری شوی.

ددې پېښې جزئیات خلکو ته نه دي په ډاګه شوي او ځینې ایراني چارواکي وایي، زیارت کوونکي نه دي ځورول شوي او دا مسله یې بې اهمیته بللې ده.

دا نه ده معلومه چې خبره اصلا څه ده، خو راپورونه یې خپاره شوي، د ځینو ایرانيانو له خوا ورته رنګ ورکول کیږي او د عربو پر ضد د خلکو احساسات راپارول کیږي.

د ایران جمهوررئیس حسن روحاني د مسئلې د څیړنې امر کړی او د بهرنیو چارو وزارت یې په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړ چې د مسئلې په اړه وضاحت ورکړې.

ایران د اپریل په ۱۳ مه مکې مکرمې او مدینې منورې ته د عمرې زیارت لپاره الوتنې بندې کړې او په تیرو څو ورځو کې په زرګونو ایرانیانو د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د سعودي پرضد مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکو له سعودي چارواکو وغوښتل چې د جدې هوایي ډګر کې امنیتي افسران چې د ایراني هلکانو په جنسي تجاوز کې لاس لري، باید اعدام کړي.

دوى پر حکومت غږ وکړ چې په تهران کي د سعودي عربستان سفارت وتړې.

د جدې له پېښې وروسته ایرانیانو د هیواد په داخل او بهر کې د ټولنیزو خبري رسنیو له لارې د عربو پرضد سخت تبلیغات پیل کړي. ځینو ورته لږ نرم الفاظ استعمال کړي لکه څمڅاره خواره، ملخ خوړونکي او د اوښ شیدې چښونکي. ځینو نورو عربان حریص، ګانګړپان، وروسته پاتې افراطیان بللي دي.

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د سعودي مشران بې تجربې هلکان وبلل او سعودی عربستان یې یو ډیر وروسته پاتې هیواد وباله.

خامنه اي دغه راز د سعودي عربستان لپاره د وحشت او بربریت کلمې هم استعمال کړې او دا هغه کلمات وو چې د ایران او عراق د ۱۹۸۰ لسیزې جګړو کې به ایراني مشرانو استعمالول.

ایرانیان عربان غیرمدنې او صحرایان بولي او خپل فارسي فرهنګ ډېرستایي.

د بریتانیا په برمګنهم پوهنتون کې د ایران د چارو کارپوه سکاټ لوکاس وایي، ایرانیان تل عربانو ته په سپکه سترګه ګوري:

«عربو ته داسي په سپکه سترګه کتل کیږي چې دوى سیاسي مسولیت نه لري او داسې حکومت ورباندې حاکم دی چې مشروعیت نلري. ایرانیان وایي چې دوى په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې قانونې او مشروع انتخابات کوي. د عربو پر وړاندې دا سپکاوی هم کوي چې دوى په اقتصادي لحاظ حریصان دي او ایرانیان تل په فرهنګي لحاظ ځانونه تر عربو بهتر ګڼي»

سکات دغه راز وایي، ایرانیان نه شي کولاي چې له یوه سره د عربو ضد وي او دا ځکه چې په ایران کی زیات شمیر عربان ژوند کوي او دغه راز حکومت د سوریې په څیر په ځینو عربي هیوادو کې پانګونې کړي او عربي متحدان لري.

XS
SM
MD
LG