په كابل كې د امريكا د متحدو ايالاتو سفيروايي، د جمهوري رياست له ټولو كانديدانو سره به له نږدي وويني. او دا لیده کاته يې د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ له کاندید اشرف غني احمدزي څخه پیل کړل.
د افغانستان د حج او اوقافو او د پوهني وزارتونو ويلي دي، د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو كانديدان دى، د انتخاباتي كمپاينونه جوماتونو، ديني مدرسو او ښوونځيوكي نه ترسره كوي.
نظرشمیرنی ښیي چې حامد کرزی، په راتلونکیوانتخاباتو کې له خپلو رقیبانو مخکې دی. د دغو انتخاباتوپه درشل کې د بیا ټاکل کیدو لپاره د نوموړي یوه مهمه هڅه له یو شمیر جنګسالارانو سره جوړجاړي دي.
دافغانستان دجمهوری ریاست راتلونکوانتخاباتوته كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي د پنجشنبى په ورځ خپل كمپاين پيل كړ اود ښځو دملي ټولني په غونډه كي يې خپل پروګرامونه بېان كړل.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند وايي چې دوې هیڅ کله هم د انتخاباتو له خپلواک کمسیون څخه دا غوښتنه نه ده کړې، چې د هیواد په شمال کې دې د رایې اچونې د مرکزونو شمیر را کم کړي.
د افغانستان دجمهوري رياست راتلونكوانتخاباتوته كانديد ډاكترعبدالله عبدالله دكابل ښارپه يوه لوي اومجلل هوټل خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړ.
افغان ولسمشر حامد کرزى د چهار شنبې په ماښام د ناټو له عمومي منشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان په حکومت او سیاسي ډګر کې د پخوانیو مجاهدینو ور ګډول د ملي مشارکت یوه اړتیا وبلله.
ېاپ دیهوپ شیفر چې د ناټو د عمومي منشي په توګه یې کابل ته وروستی سفر وو، وویل، افغانستان ډېر پر مخ تللې خواوس هم لا ډېرې ستونزې په مخ کې لري.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دجمهوري ریاست دانتخاباتو کمپاین دسې شنبې په ورځ رسما پیل شو، دهیواد په ځینو سیمو کې امنیتي نیمګړتیاوی دانتخاباتو دتدویرپه اړه لویې اندیښنې رامینځ ته کوي.
د افغانستان د ښځو د شبكې په نوم يو ارګان د دې هېواد له ټولو ښځو نه وغوښتل چې په راتلونكو انتخاباتو كې پراخ ګډون وكړي او له خپلو سياسي حقوقو څخه ګټه پورته كړي.
نن په افغانستان كې د راتلونكي ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره په رسمي ډول انتخاباتي مباریزې پيل شوې چې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په وينا تر دوو مياشتو پورې به دوام وكړي .
د ولسمشر كرزي د انتخاباتي مبارزو د ټيم مشر حاجي دين محمد وايي چې دى او د ده ټيم به د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا ټول وضع شوي اصول مراعات كړي .
نور راوښيه