د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۵

د ښځو شبکه: ښځې بايد په انتخاباتوكې پراخ ګډون وکړي

یو شمیر څارونکي اندېښنه لري چې ښايي ګڼ شمېر افغان میرمنو ته يې د کورنیو سړي په انتخاباتو کې د رايې ورکولو اجازه ورنه کړي.
یو شمیر څارونکي اندېښنه لري چې ښايي ګڼ شمېر افغان میرمنو ته يې د کورنیو سړي په انتخاباتو کې د رايې ورکولو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د ښځو د شبكې په نوم يو ارګان د دې هېواد له ټولو ښځو نه وغوښتل چې په راتلونكو انتخاباتو كې پراخ ګډون وكړي او له خپلو سياسي حقوقو څخه ګټه پورته كړي.

د دې شبكې رييسې عفيفې عظيم د چهار شنبې په ورځ په كابل كې په يوه غونډه كې وويل چې لاهم افغانې ښځې په سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او داسې نورو برخو كې له ډيرو ستونزو سره مخ دي او بايد چې د هوارولو لپاره يې د ملي او نړيوالو ارګانونو لخوا لازم او چټك اقدام وشي.

ميرمن عظيم د ايفيس يا د انتخاباتي نظامونو د نړيوال بنياد په همكارۍ جوړه شوې غونډه كې چې له مركز او يوشمير ولايتونو څخه لسګونو ښځو په كې برخه اخيستې وه وويل چې ښځې بايد په راتلونكو انتخاباتو كې خپل سياسي حضور تثبيت كړي:

"كوم انتخابات چې په مخكې دي له امنيتي او د خلكو د علاقې او باور له پلوه ځينې خنډونه او نيمګړتياوې لري، په خاص ډول كانديدې ښځې په دې برخه كې ډيرې ستونزې لري، بايد په دې اړه ملي او نړيوال ارګانونه ډير فعاليت وكړي او ښځې هم خپلې هلې ځلې زياتي او په انتخاباتو كې ډيره برخه واخلي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د روان كال په انتخاباتو كې دوو تنو ښځو جمهوري رياست او څه باندې درې سوو نورو ولايتي شوراګانو ته ځانونه كانديد كړي، دغه راز شپږ تنه ښځې د جمهوري رياست د كانديدانو د مرستيالانو په توګه هم كانديدې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون غړې مومنه ياري په دې غونډه كې څرګنده كړه چې د دې كميسيون لخوا ښځو ته هم په هره برخه كې د نارينه و په څېر يو ډول امكانات او اسانتياوې برابرې شوي او هغوى كولاى شي چې له هر ډول ډار او اندېښنې پرته ورڅخه ګټه پورته كړي:

"د ښځو لپاره له شرعي او قانوني پلوه هيڅ ډول موانع نه ليدل كيږي، ښځې او نارينه په مساوي ډول د انتخاباتو په پروسه كې د ګډون حق لري، د انتخاباتو د خپلواك كميسيون لخوا د ښځو په ګډون ټولو كانديدانو ته يو ډول سهولتونه په پام كې نيول شوي دي."

د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانوانتخابات د روان كال د زمري یا اسد د مياشتې په نهه ويشتمه نيټه ترسره كيږي او د سې شنبې له ورځې د كانديدانو انتخاباتي مبارزه پيل شوې چې دوه مياشتې به دوام وكړي.

ځينې څارونكي، د ښځو د حقوقو د دفاع ارګانونه اوروڼ آندې ښځې انديښنه لري چې ښايي په ځينو سيمو كې ګڼ شمير ښځې د امنيتي او نورو دوديزو دلايلو له مخې يا په انتخاباتو كې برخه وانخلي او يا هم د نارينه و تر فشار لاندې د هغوى د خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG