د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۵

یاپ د يهوپ شېفر پرون ماښام په كابل كې دكرزي سره وكتل

ېاپ دیهوپ شیفر چې د ناټو د عمومي منشي په توګه یې کابل ته وروستی سفر وو، وویل، افغانستان ډېر پر مخ تللې خواوس هم لا ډېرې ستونزې په مخ کې لري.

نوموړی چې شاوخوا یوه میاشت وروسته یې د ناټو د عمومي منشي په توګه دنده پای ته رسیږي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې د یوه ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، ناټو سازمان به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

یاپ دیهوپ شیفر وویل، دوی به پرې نږدي چې په افغانستان کې یو ځلې بیا افراطیت واکمن شي:

"هغه علت چې له مخې یې موږ د ملګرو ملتونو په پریکړه د ناټو او ایساف په توګه دلته یو دا دی چې موږ نه غواړو، افراطیت دې پر موږ غالب شي. د افغانستان ډیر دښمنان دي چې ددغه هیواد پرمختګ نه غواړي، د افغانستان خلک په امنیت او سولې کې لیدل نه غواړي. او موږ ددې د مخنیوي لپاره سره لاسونه ورکړي دي. "

یاپ دیهوپ شیفر د افغانستان د مسلې د حل لپاره د سیاسي لارې تمه وکړه او ویې ویل ما په نړۍ کې داسې شخړه نه ده لیدلې چې بالاخره دې له سیاسي لارې نه وي حل شوې او زه تمه لرم چې افغانستان هم یوه ورځ همدې حل ته ورسیږي.

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ستر گواښ او مهمه مسله وبلله.
شیفر د افغانستان د خلکو په باب تل نیک نظر درلود، د سولې او امن هڅه یې کړې ده، په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو په برخه کې له مونږ سره هم نظره وه. هڅه یې کوله چې دغه تلفات نه وي او د افغانستان د پیاوړتیا او بیارغونې په برخه کې یې هلې ځلې کړي دي.

حامد کرزی


هغه د دغو انتخاباتو شفافیت او عادلانه توب د افغانستان او نړۍ لپاره مهم وباله او ویې ویل چې دا د افغانانو خپل مسولیت دی خو نړیواله ټولنه هم په کې برخه لري او تر خپلې وسې به مرسته ورسره وکړي.

د ناټو عمومي منشي وویل، دغه سازمان له پخوا پریکړه کړې چې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت ټینګولو لپاره به افغانستان ته نهه زره نور سرتیري استوي چې له افغان ملي اردو او پولیسو سره ګډ کار وکړي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ناټو له عمومي نه منشي مننه وکړه:

" شیفر د افغانستان د خلکو په باب تل نیک نظر درلود، د سولې او امن هڅه یې کړې ده، په ځانګړې توګه د ملکي تلفاتو په برخه کې له مونږ سره هم نظره وه. هڅه یې کوله چې دغه تلفات نه وي او د افغانستان د پیاوړتیا او بیارغونې په برخه کې یې هلې ځلې کړي دي."


ناټو دا مهال په افغانستان کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو مشري پر غاړه لري او غړي هیوادونه یې په زرګونو سرتیري لري.

اکثره کتونکي په دې اند دي چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د نا امنیو او د وسلوالو مخالفینو په ډيریدو سره ددغه سازمان د پوځي ماموریت په مخ کې ستونزې ډیرې شوي دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG