د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۵

نن د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید ډاكټر اشرف غني احمدزي خپل كمپاېن شروع كړ

اشرف غني وايي که ولسمشر شي د ښځو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .
اشرف غني وايي که ولسمشر شي د ښځو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .

دافغانستان دجمهوری ریاست راتلونکوانتخاباتوته كانديد ډاكتراشرف غني احمدزي د پنجشنبى په ورځ خپل كمپاين پيل كړ اود ښځو دملي ټولني په غونډه كي يې خپل پروګرامونه بېان كړل.

ښاغلي احمدزي په خپلو خبرو كې ووېل كه چيرې دهيواد راتلونكى جمهور ر يس شي،د ښځو د ژوند د ښه كيدو لپاره به پراخه مبازره وكړي .

ده وويل ، دده دپروژو عمده برخې به دښځو د روغتيا، پوهني اوكارموندنې په برخوكې وي :

" موږبايديوازې نارنيه و ته نه ، بلكې دهيوادښځوته هم دكاركولو زمينى برابرې كړو ، بله داچې دښځو روغتياله خطرسره مخ ده .موږبايد په دې برخه پراخې پانګې جلب كړو. "

د افغانستان دښځوملي ټولني ، اشرف غني احمدزى دجمهوري رياست وړكانديد وباله اوملا تړيي ورسره وښود . ددې ټولني يوې مسولې د يبا يوسفزى وويل :

" ډاكترصاحب يوله هغو مشرانوڅخه دى چې ، كولى شي دافغانستان دښځوژوند ته پام وكړي ، هيله ترې كوو چې ، په ټولنه كې دښځوسمبوليك نقش په عملي نقش بدل كړي ."

دجمهوري رياست اوولايتي شوراګانو كانديدانو، خپل كمپاينونه دجوزا په دوه ويشتمه ورځ په رسمي توګه پيل كړل ، هركانديد په جوړوشويو غونډو كې ددوى پلويانوته له هيلو ډكې خبرى كوي .

خوخلك وايي ، داسي خبرې او وعدې يې ډيرې اوريدلي دي ، دوى وايي ، هرڅوك چې جمهورريس شي ، بايد خلكو ته په عمل كى ثابته كړي چي په رښتياسره ورته خدمت كوي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG