د لوګر د ولايتي شورا دغه كانديد چې غلام يحيى حسين خيل نوميږي او په لشكرمشهوردى وايي د انتخاباتو شكايتونو د اورېدو كميسيون ده ته د ده په وړاندې د شوو اعتراضونو خبرنه دى وركړى او د ده نوم يې د كانديدانو له لېسټ څخه غورځولی دی.
په کابل کې یو شمیر ځوانان په دې باور دي چې د افغانستان د ټولنې ډیره برخه ځوانانو جوړوي نو ځکه خو یې په راتلونکو انتخاباتو کې ونډه هم برخلیک ټاکوونکې ده.
د افغانستان د راتلونكې ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو د انتخاباتي كمپاينونو په رانژدې كيدلو سره كانديدانو ته دا انديښنه پيدا شوې چې نا سم امنيتي وضيعت به د دوى كمپاينونه له خنډ سره مخ كړي .
په کابل کې یوشمیر سیاسي ګوندونو انديښنه ښودلې چې په افغانستان کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو ترسره کولو ته پوره زمینه نه ده برابره.
دافغان ولسمشر حامدكرزي ديكشنبې په ورځ په كابل كې دموردنړيوالى ورځي دنمانځلوپه غونډه كې ، دهيواد له ښځووڅخه د يوالي غوښنه وكړه .
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د کاندیدانو وروستي لسټ اعلان کړ.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمسیون مشر وايي، چې د راې اچونې په پاڼو کې د جمهوري ریاست او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نومونو او انځورونو ترتیب، چې د قرعه کشۍ له لارې شوې د انتخاباتو د بهیر د شفافیت یوه برخه ده.
دانتخاباتي شكايتونو داوريدو كميسيون اعلان وكړ چې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو داوه پنځوس تنو كانديدانو، نومونه د خلكو د پر ځای او سمو اعتراضونو په لړكې د كانديدانو له لسټ څخه لرې كړى شول.
د دفاع وزارت د اوپراسیون ريیس جنرال شیر محمد کریمي وویل، چې دا تمرینونه به روښانه کړي، چې د امنیتي ارګانونو چمتوالی په کوم حد کې دى او په څه ډول کولى شي د مخالفینو د حملو په وړاندې غبرګون وښي.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو په درشل کې ولسمشر کرزي یو ځلې بیا له وسلوالو مخالفینو څخه غوښتي دي، چې په راروانو انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.
د افغانستان د انتخابات خپلواك كميسيون د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو پر ټولو كانديدانو غږ وكړچې، د كمپاين له ټاكلې ڼېټې د مخه دې له كمپاين كولو څخه ډډه وكړي.