د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت چارواكي وايي، جوماتونه او ديني مدرسې د خداى د عبادت او ديني زده كړو سپيڅلي مركزونه دي، نه د كمپاين ځايونه.
د حج او اوقافو د وزارت مسولينو د هېواد د مركز او ولايتونو د جوماتونو او ديني مدرسو ټولو ملا امامانو او مسولينو ته سپارښتنه كړې ده چې، د انتخاباتي كمپاينونو په موده كې دې د دوى ديني پروګرامونو ته په منظمه توګه دوام وركړي.
په دې هكله د حج او اوقافو د وزارت د خپرونو ریيس، ، قاضي حبيب الرحمن صالحي ازادۍ راديوته وويل:
" جومات د عبادت ځاى دى، نه د كمپاين ځاى، د جوماتونو ملا امامان او مسوولين دې په دې مركزونو كې دې د كانديدانو د كمپاين د ترسره كولومخه ونيسي. جومات د شخصي ګټې اخيستلو ځاى نه دى."
دافغانستان د حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو دا پرېكړه، د دې له امله وكړه چي ويل كيږي، دهېواد په ځينو سيمو كې، كانديدانو د دوى د كمپاينونو لپاره له ښوونځيو، جوماتونو او ديني مدرسوڅخه كاراخيستي او دجوماتو او مدرسو پروګرامونه يې ټكني كړي دي .
د پوهنې د وزارت چارواكي وايي، دوى د پوهنې د كيفيت لوړوالي ته غوره پروګرامونه پيل كړي چي ځاى او وخت په كې زيات ارزښت لري.
كه چېرې په ښوونځيو كې كمپاينونه پيل شي، د زده كړو روان بهير به زيانمن كړي، دهمدى له امله دې وزارت هم پر ټولو ښوونكيو او زده كوونكو تاكيد كړى دى چې په رسمي وخت كې دې د انتخاباتو په كمپاينونو كې برخه نه اخلي.
په دې هكله دپوهنې وزارت تدريسي مرستيال صديق پتمن ازادۍ راډيو ته وويل:
"هرڅوك چې غواړي چاته رايه وركړي، دوى كولاى شي ځكه دا د دوى حق دى، اما د تدريس د وخت نه پرته او د مكتب د ساحې نه بهر دوى كولاى شي په انتخاباتي كمپاينونو كې برخه واخلي."
دافغانستان خلك ددواړووزارتونوله پريكړوسره موافق اوګټور ې يي ګڼي .
دكابل ښاريوتن اوسيدونكي محمدداودهوتك وايي :
"دا خو ښه خبره ده، مكتب د زده كړې ځاى دى. كيداى شي چې دې سره ډېر واقعات وشي او بېچاره خلك په كې ووژل شي."
جمهوري رياست او ولايتى شوراګانو ته د كانديدانو انتخاباتو كپماين د جوزا د مياشتي په دوه ويشتمه ڼېته پيل او دوه مياشتې به دوام وكړي.
خو خلك دا هم وايي، كانديدان بايد د كمپاين په وخت كې هڅه وكړي چې لارې او سړكونه ونه تړي او د خلكو له اجازې پرته د دوى د كورونو په دېوالونو د عكسونو له نصبولو ډډه وكړي.