د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره تيارى لري او دغه انتخابات به پرته له كوم خنډ څخه په شفاف ډول ترسره شي. د افغانستان د انتخاباتو كميسيون دغه شان د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې د دغې ملي بهير له ګډوډولو څخه لاس واخلي.
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو كمېسيون وايي، چې د كانديدانو په اړه شكايتونه څېړي او دې كار ته دوام وركوي، د همدې كمېسيون يو غړي د يكشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې د لسګونو داسې كسانو دوسيې څېړي چې تر اوسه يې له خپلو دندو څخه استعفا نه ده وركړې خو كانديدان دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواكه كميسيون د ولسي جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو وروستى لست، چې نومونه يي د رايې وركولو په پاڼوكې چاپ شوي اعلان كړ. د دغه كميسيون رئيس فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې وويل، چې دغه لست د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدو د كميسيون له څېړنې وروسته بشپړ شوى دى، ښاغلي معنوي زياته كړه، چې د رايې وركولو د پاڼو د چاپ كار له هېواده بهر شوى.
د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ ګڼو خلکو د پنجشنبې په ورځ مظاهره وکړه، مظاهره کوونکو د دغه ولايت د ولسواليو د سيمه ايزو شورا ګانو په جوړېدو کې د ولايتي چارواکو مداخله غندله او پر ضد يې شعارونه ورکړل.
د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اورېدلو كميسيون د ولسي جرګې د كانديوانو له وروستي لست څخه د ۳۱ نومونه د توږلو خبره كوي، د دوى په وينا دغه كانديدان د غير مسولو وسلوالو ګروپونو سره په تړاو تورن دي. د افغانستان د انتخاباتي شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړي او وياند احمدضيا رفعت به کابل كې خبريالانو نور جزيات هم وركړي.
د ولسي جرګې غړى وايي، چې د انتخاباتو لپاره د رايې وركولو مركزونه په مركز كابل او ولايتونو كې كم دي او خلك نه شي كولاى شي په اسانۍ سره كارتونه ترلاسه كړي. په ولسي جرګې كې د خلكو يو شمېراستازو د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه كې په دې اړه اندېښنه وښوده او د انتخاباتوله خپلواك كميسيون څخه يې وغوښتل چې په كابل او ولايتونو كې د كارت اخيستلومركزونه زيات كړي.
د انتخاباتي شكايتونو كميسيون د خپلو وروستيو څيړنو پر اساس ولسې جرګې ته له لسو څخه د زياتو احتمالې كانديدانو نومونه له وروستې ليست څخه ايستلې دي .
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون، د رايې وركونې په پاڼوكې د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو ليكلو لپاره پچه اچونه وكړه. د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون ریيس د دوشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دا پچه اچونه د انتخاباتو د قانون او د شفافو او عدلانه انتخاباتو لپاره كېږي.
د افغانستان د كورنيو چارو سرپرست جنرال منيرمنګل وايي، چې په پارلمان كې د دوي د تېرې ورځې له خبرو څخه ناسم تعبيرشوې، ده ويلي وه چې د افغانستان په ۱۱۴ ولسواليو كې شديد تهديد متوجه دى.
په افغانستان كې د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو د څارنې لپاره جرمني او ډنمارك له فيفا يا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو له بنياد سره مرسته وكړه. په كابل كې د جرمني او ډنمارك سفيرانو د سې شنبې په ماښام د دې مرستو د تړون د لاسليك په مهال وويل، چې دوى غواړي د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات په ښه اوشفافه ډول ترسره شي.
افغان چارواكي وايي، چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره يې امنيتي پلان جوړ كړى چې د سرطان له شلمې نيټې نه به تطبيق شي. د چهار شنبې په ورځ د افغانستان د دفاع وزير او د كورنيو چارو وزارت سرپرست د ولسي جرګې عمومي غونډې ته ددغه پلان په اړه معلومات وركړل.
په داسې حال كې چې افغان دولت د راتلونكي كال په پسرلي كې د ولسي جرګې انتخاباتو ته په چمتوالي لاس پورې كړى، ددغو انتخاباتو پر سر د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ ناندرۍ هم راپور ته شوي دي.
نور راوښيه