د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ولسي جرګې ته د كانديدانو د نومونو لست د پچې اچونې له مخې جوړشو


د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد
د افغانستان د انتخاباتود خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد

د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون، د رايې وركونې په پاڼوكې د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو ليكلو لپاره پچه اچونه وكړه. د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون ریيس د دوشنبې په ورځ په كابل كې وويل، چې دا پچه اچونه د انتخاباتو د قانون او د شفافو او عدلانه انتخاباتو لپاره كېږي.

په افغانستان كې د رڼو او عادلانه انتخاباتو د هڅو په لړ كې، د انتخاباتو خپلواك كمېسيون د رايي وركونې په پاڼوكې د ولسي جرګې د كانديدانو د نومونو د تثبيت لپاره پچه اچونه پيل كړه.

دا بهير د دوشنبې په ورځ په كابل كې د ملي او نړېوالو څارونكو، مدني ټولنواو رسنيو په وړاندې پيل شو.

په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه كې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي وويل، هركانديد غوښتل چې نوم يې په لومړۍ پاڼه كې راشي خو تر ټولو ښه لار چې د كانديدانو نومونه په پاڼو كې تثبيت شي پچه اچونه ده.

ښاغلي معنوي همدارنګه وويل، چې دوى د هر ډول درغليو د مخنيوي لپاره جدي هڅې كوي:

”خپلې ټولې هڅې به وكړو، هره ورځ له خپل تخنيكي او د كمېسيون له ټيم سره په خبرو كې يو، چې څنګه كولاى شوو دا بهير شفاف او روښانه كړو او څنګه كولاى شوو، چې د درغليو او لاس وهنو مخنوى وكړو زموږ پرېكړه جدي ده.“

د دغه بهير تر بشپړېدو وروسته به د ولسي جرګې د كانديدانو وروستى ليست د چنګاښ پر لومړۍ نېټه خپور شي او د چنګاښ پر دوهمه به كانديدان خپلې انتخاباتي مبارزې پيل كړي چې څه باندې دوې مياشتې به دوام وكړي.

په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د بهرنيو اړيكو مسئول فريد افغانزى د پچې په اساس د رايو په پاڼو كې د كانديدانو د نومونو د تثبيت په اړه وويل:

”دانتخاباتو د قانونو پر اساس، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره په هر ولايت كې يوه حوزه په نظر كې نيول شوې ده او د كوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه انتخاباتي حوزه ده.

موږ نن ۳۵ قرعې درلودې چې د هرې حوزې لپاره به يوه قرعه كشي وشي چې د حوزو په پاڼو كې د كانديانو ځايونه معلوم شي د دې بهير د پلي كولو لپاره ۸ محلونه په نظر كې نيول شوي دي.“

تمه كېږي، چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د وږي پر ۲۷ مه وشي،د ولسي جرګې ۲۴۹ چوكيو ته له ټولو ولايتونو څخه تر ۲۶۰۰ تنو ډېرو كسانو ځانونه كانديد كړي چې ۴۰۰ يې ښځې دي.

د انتخاباتو خپلواك كمېسيون چارواكي د دغو انتخاباتو لپاره د امنيتي حالت څخه ډاډه نه دي او دوى په دې اړه يو ځل بيا خپله اندېښنه وښوله.

د دغه كمېسيون رئيس وايي، د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره امنيت راوستل د دولت او په ځانګړي توګه د امنيتي ځواكونو مسئوليت دى او بايد په دې برخه كې جدي هڅې وكړي.

بل خوا د افغانستان امنيتي چارواكو تېره اونۍ د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وويل، چې د ولسي جرګې د راتلوونكو انتخاباتو لپاره يې امنيتي پلان چمتو كړى دى چې د چنګاښ له لومړۍ نېټې نه به يې پلي كړي.

معصوم ميوند_كابل
XS
SM
MD
LG