په داسې حال كې چې د جوزا يا غبرګولي له دوه ويشتمې نېټې په كابل او ولايتونو كې د رايې وركولو د كارتونو ويشل پيل شوي د ولسي جرګې غړي د كارتونو د ويشلو مركزونه كم بولي او غوښتنه كوي چې بايد دا مركزونه زيات شي.
د ولسې جرګې ډير شمېر غړو د دې جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه كې وويل، چې په كابل كې دوه او د هر ولايت په مركز كې د رايې وركولو د كارتونو يو مركز موجود دى چې هره ورځ د هر مركز مخې ته د خلكو ليكې ولاړې وې او د كارت اخستلو لپاره ساعتونه انتظار باسي.
په ولسي جرګې كې د خلكو د استازو له ډيرو بحثونو نه وروسته د دې جرګې رييس محمد يونس قانوني د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له مشر سره په ټيليفون خبرې وكړې او ددې جرګې دغړو اندېښنې يې ورته داسې بيان كړې:
"د کابل په ګډون په زياترو ولايتونوكې يوه عمومي اندېښنه پيدا شوې، چې د هر ولايت د نفوسو يا وګړو په مقايسه د كارتونو د ويشلو مركزونه كم دي او خلك د كارتونو د ترلاسه كولو لپاره له ډيرو ستونزوسره مخامخ دي.
زموږعمومي وړانديز دادى، چې بايد په هر ولايت كې د نفوسو په تناسب د رايې د كارتونو ويشلو مركزونه زيات شي."
په مركزكابل او ولايتونوكې كې له تېرو لسو ورځو راهيسې هغو كسانوته چې د رايې وركولو كارتونه نه لري د كارتونو د ويشلو لړۍ پيل شوې او تراوسه ويل كيږي چې په مركز كابل او ولايتونو كې زرګونو كسانو د رايې كارتونه ترلاسه كړي دي.
خو په عين حال كې داسې انتقادونه شته چې دا مركزونه يوازې د هر ولايت په مركز كې دي او خلك نه شي كولاى چې له ولسواليو او لرو پرتو سيمو څخه دغو مركزونو ته د رايې وركولو د كارتونو د ترلاسه كولو لپاره مراجعه وكړي.
خو د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مشرفضل احمد معنوي په ټيليفون د ولسي جرګې غړو ته وويل، چې دوى په كابل كې د دوه او د هر ولايت په مركز كې د رايې وركولو د يوه مركز د پرانيستلو لپاره تيارى لري او نه شي كولاى چې دا مركزونه زيات كړي، خو ده ډاډ څرګند كړچې په مركزونوكې به محلونه زيات كړي ترڅو خلك په اسانه د رايې وركولو كارتونه ترلاسه كړي:
"موږ په پلان كې لرو، چې په كابل او هغوولايتونو كې چې د كارت اخيستلو لپاره مراجعه زياته ده نور محلونه هم زيات شي دغه راز په كابل كې په غازي لوبغالي كې يو بل مركز هم پرانيزو، خومركزونه نه شو زياتولى ځكه چې د مركزونو زياتول زموږ په پلان كې نه دي شامل."
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي، چې ټاكل شوې ده د سنبلې يا وږي د مياشتې په اوه ويشتمه نېټه په افغانستان كې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي، دغه راز د راتلونكې چهارشنبې له ورځې به د ولسي جرګې څه باندې دوه زره شپږ سوه كانديدان چې څه باندې څلورسوه يې ښځې دي خپل انتخاباتي كمپاينونه هم په رسمي توګه پيل كړي چې دا لړۍ به د سنبلې تر پنځه ويشتمې نېټې دوام وكړي.
بل لور ته د امنيتي چارواكو له ډاډسره سره د ولسي جرګې غړي او د افغانستان په بېلابېلو برخو كې خلك اندېښمن دي چې په ډير شمېر سيمو كې امنيتي ستونزې ډيرې دي او ښايي چې انتخابات په شفافه اوعادلانه توګه ترسره نه شي او خلك لكه څنګه چې لازمه ده په كې برخه وانخلي.