د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

تهران په تل ابیب او نورو اسراییلي ښارونو د توغندیو نوي بریدونه  وکړل


د ایران د برید په مهال په تل ابیب کې دانفجار یو انځور
د ایران د برید په مهال په تل ابیب کې دانفجار یو انځور

داسراییل پلازمینه تل ابیب او څو نور ښارونه تیره شپه د ایران دتوغندیو دبرید دیوې څپې لخوا په نښه سول. دا وروسته لدې چې اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې اسراییل به په  ایران باندې خپلو بریدونوته چې اټومي او پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دوام ورکړي.

تیره شپه د جون په ۱۴ مه ، اسراییل وویل چې د دوی پوځ د ایران د هوایي بریدونو په دویمه پرله پسې ورځ په تل ابیب، حیفا او بیت المقدس کې د ایران د توغندیو دبرید دیوې نوې څپې مخه ونیوله.

دا برید وروسته لدې ترسره شو چې اسراییلو پرون دایران په اټومي او پوځي تاسیساتو پراخ هوايي بریدونه وکړل .

داسراییلو پوځ وویل:

وروسته لدې چې دایران لخوا داسراییلو په لور توغول شوي توغندي وپیژندل شول د اسراییلو په ډیری سیمو کی دخطر شپیلی وغږول شوې.

"

داسراییلو اردو زیاته کړه چې هوايی ځواک د ګواښ دمخنیوي او له منځه لپاره عملیات کوي.

کله چې تیره شپه دخطر شپیلی وغږول شوې، د تلویزیون ژوندۍ خپرونه کې په تل ابیب کې یوه لویه چاودنه وښودل شوه. وروسته تصویرونو وښودل چې د اپارتمانونو یو ساختمان ته زیان اوښتی ، که څه هم جزئیات یې روښانه نه وو.

د اسراییلو پوځ له ملکي وګړو وغوښتل چې پناه ځایونو ته ستانه شي.

دایران لخوا د توغندیو دبرید نوې څپه وروسته تردې ترسره شوه چې دواړو هیوادونو د جمعې په ورځ پریول بل سخت هوايی بریدونه وکړل.

اسراییلی ځواکونه دایران په بیلابیلو سیمو کې اټومي او پوځي تاسیسات په نښه کړل چې په نتیجه کې یې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان حسین سلامي او یوشمیر نور پوځیان او ساینس پوهان ووژل شول.

په عین حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې "مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي" اټومي موافقه وکړي.

پراسراییلو د ایران بریدونه؛ تل ابیب کې دیوه توغندي دلګیدو شیبه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:48 0:00

دغه راز ، امریکایي چارواکو خبري اژانسونو ته وویل چې د امریکا ځمکني دافع هوا سیسټمونه د هغو توغندیو په ویشتلو کې مرسته کوي چې ایران په غچ اخیستونکي برید کې د اسراییلو په لور توغولي دي.

یوه چارواکي اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې تر اوسه پورې په دې عملیاتو کې د امریکا جیټ او جنګي بیړۍ نه دي کارول شوي، خو نور جزئیات سمدلاسه نه دي ترلاسه شوي.

بل لور ته ، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وویل چې ټرمپ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون خبرې وکړې، خو جزییات یې ورنه کړل .

چارواکو وویل چې ولسمشر ټرمپ د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون او د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر سره هم د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د اردن پوځ هم وویل چې خپل هوايي قلمرو کې یې یو شمیر توغندي او بی پیلوټه الوتکې ویشتلي دي .

د اسوشیتد پرس یو خبریال دایران لخوا د توغندیو له پروني برید له پیل وروسته په تل ابیب کې د لوګي د پورته کېدو راپور ورکړ، او په سیمه کې یو روغتون وویل چې ۱۵ ټپیان ورانتقال شوي دي.

په اسراییلوکې د ژغورنې ډلو وروسته وویل چې د ایران د توغندیو په بریدونو کې ۳۴ کسان ټپیان شوي دي.

د ایران استازي ملګرو ملتونو ته وویل چې د اسراییلو په بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي او له ۳۲۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ وویل چې دوی چمتو دي چې بریدونو ته "تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې اړتیا وي".

ولسمشر ټرمپ، چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د واشنګټن او تهران ترمینځ یو توافق وشي ، په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې لیکلي، "لا هم وخت شته چې دا وژنه ... پای ته ورسیږي،"

ټرمپ ایران موافقې ته هڅولی او دخپل پوست په ادامه کې یې لیکلي :

ایران باید یوه موافقه وکړي، مخکې له دې چې هیڅ شی پاتې نشي، او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران دامپراتورۍ په نوم پیژندل کیده...


ټرمپ وروسته د ABC نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران "سخت ځپل شوی دی. "

بلخوا صدراعظم نتانیاهو وویل چې د بریدونو هدف "د هغه ګواښ له منځه وړل دي چې دایران لخوا د اسراییلو بقا ته متوجه دی او بریدونه به "د دې ګواښ د لرې کولو لپاره څومره ورځې چې وخت ونیسي" دوام وکړي.

نتانیاهو په یوه ویډیويي بیان کې وویل:

موږ د ایران د اټومي غني کولو پروګرام په زړه برید وکړ. موږ د نطنز په سیمه کې د ایران د غني کولو اصلي تاسیسات په نښه کړل.


داسراییلو صدراعظم زیاته کړه چې دایران دتوغندویو پروګرام او هغه ساینسپوهان هم په نښه شول چې دده په وینا د اټوم بم په جوړولو یې کار کاوه .

بلخوا د ایران ستر مشر خبرداری ورکړ چې اسراییل به د بریدونو د پیل له امله له سختو عواقبو سره مخ شي.

آیت الله علی خامنه ای دجمعې په ورځ داسراییلو دبریدونو له پیل څو ساعته وروسته وویل چې اسراییل په دغو بریدونو د ځان لپاره یو "تریخ او دردناک برخه لیک ټاکلی او پرته له شکه چې دغه برخه لیک سره به مخ سي. "

خامنه ای زیاته کړه چې "د اسراییلو رژیم باید د سخت مجازات منتظر اوسي. "

XS
SM
MD
LG