د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۶

وحشي فیل په تایلنډ کې دوکان ته ننوت


وحشي فیلان-ارشیف
وحشي فیلان-ارشیف

په تایلند کې یو وحشي فیل چې نژدې څلور ټنه یې وزن و او د مسوولینو په وینا د شاوخو پنځه ویشت کلونو و، یوه دوکان ته ورننوت، دوکاندار حیرانه شو چې څه ورسره وکړي.

د تایلند په شمال ختیځ کې د ناخن راتچاسیما په ولایت کې د جون په څلورمه یوه دوکان ته وحشي فیل ننوت، دوکانداره وارخطا شوه، موبایل یې ورواخیست چې ژغورونکو ته زنګ ووهي.

دا وږی فیل هلته د کایای په نوم له ملي پارکه په خوړو پسې ورغلی و. فیل د دوکان په قفسچو کې خواړه پلټل.

فیل د وریجو نهه کڅوړې تشې کړې، یو ساندویچ یې هم نوش جان کړ او څو کیلې یې ترستونې تیرې کړې چې د دې ټولو ارزښت د تایلنډ په پیسو اته سوه بایته کیږي، دا تقریبا د پنځه ویشت امریکایي ډالره معادلې پیسې دي.

د تایلنډ د ملي پارکونو، ځنګلونو او نباتاتو د ساتنې ادارې په وینا په دوه زره څلرویشتم کال کې په دغه هیواد کې د وحشي فیلانو شمیر شاوخوا څلور زره ته رسیده.

د کایای د ملي پارک له منځه کله ناکله وږي فیلان په ناخن راتچاسیما کې د خلکو د کورونو خواته د خوړو په لټه ځي خو دا لومړی ځل و چې یوه دوکان ته ورغلی و. دوکاندارې نارې کړې، چې فیل ووځي، فیل هم چې سر او تنه یې د دوکان پرچت لګیدل، په شا شا روان شو او تقریبا لس دقیقې وروسته له دوکانه ووت. د دې صحنې تصویرونه د دوکان په کمرو کې ثبت شوې دي، چې د خواله رسنیو له لارې خپاره شوې دي.

د ناخن راتچاسیما یوشمیر اوسیدونکو اسوشیتد پریس اژانس ته وویل چې ځیني وحشي فیلان د دې پر ځای چې په ځنګله کې د ونو پاڼې او نور واښه وخوري د انسانانو په خوراکي موادو لکه د ډبیو دننه خوړو اموخته شوې دي.

د ژویو د متخصصینو په وینا یو لوی فیل هره ورځ تقریبا یوسل او پنځوس کیلوګرامه خوړو ته ضرورت لري چې د لوبیا نژدې درې سوه پنځه اویا ډبي کیږي.

XS
SM
MD
LG