د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۹

د ایران او اسراییلو پر یو بل بریدونه دوام لري


ایران وایي د بریدونو په روستیو څپه کې یې له هایپرسونیک توغندیو کار اخیستی او اسراییل وایي په تهران یې بمباري روانه ده. په عین حال کې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې به د امریکا سفارت د چهارشنبې څخه تر جمعې پورې تړلی وي.

دایران د سپاه پاسداران ځواکونو د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چې پر اسراییلو یې د توغندیو د بریدونو په وروستۍ څپه کې "د لومړي نسل فتاح توغندی" کارولی دی.

په تیرو څو ساعتونو کې، ایران په اسراییلو د توغنديو دوه باړونه چلولې دي. د اسراییلي رسنیو په وینا، ټولټال ۲۵ توغندي ویشتل شوي وو او هیڅ تلفات یې نه دي اړولي.

ایران په ۱۴۰۲ کال غبرګولي میاشت کې لومړی ځل د فتاح-۱ توغندي څخه پرده پورته کړو او ادعا یې وکړه چې دایو هایپرسونیک ( دغږ له سرعت څخه لوړ سرعت لرونکی) توغندی دی.

سی ان ان تلویزیوني چنل سره لدې چې ویلي د ایران لخوا دهایپرسونیک دتوغندي دکارولو تصدیق نه شي کولی خو دکارپوهانو له قوله وايي هر بالستیک توغندی هدف د شیوه کیدو په مهال دهایپرسونیک سرعت اختیاروي.

بلخوا ، د اسراییلو پوځ وايي چې په تهران کې یې په هوايي بریدونو لاس پورې کړی دی .

د اسراییلو هوايي ځواک اعلان وکړ چې په تهران کې د بریدونو یو څپه ترسره کوي.

په ورته وخت کې، د تهران په مختلفو سیمو کې د څو چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

ایراني رسنیو هم په ختیځ تهران کې د یوې لویې چاودنې راپور ورکړی دی.

د نویو چاودنو څخه شاوخوا څلویښت دقیقې مخکې، د اسراییلو پوځ د تهران د اتلسمې حوزې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی و چې له سیمې ووځي.

د تهران ولایت په لویدیځ او کرج سیمو کې د چاودنو نور راپورونه هم ورکړل شوي دي.

په عین حال کې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې به د امریکا سفارت د چهارشنبې څخه تر جمعې پورې تړلی وي.

اعلامیې وویل په بیت المقدس کې د امریکا سفارت، او دغه راز په بیت المقدس او تل ابیب کې د قونسلګرۍ برخې به د راتلونکو څو ورځو لپاره "په سیمه کې د امنیتي وضعیت او د اسراییلو د کورنۍ جبهې د قوماندانۍ د لارښوونو سره سم" تړلې وي.

په عین حال کې ، بیلابیلو رسنیو د سې شنبې په ورځ د امریکا او اسراییلو د مشرانو ډونالډ ټرمپ او بنیامین نتانیاهو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو راپور ورکړ، او سي این این په خپل رپوټ کې وویل چې دا ټیلیفوني خبرې د سپینې ماڼۍ د بحران په خونه کې د ښاغلي ټرمپ له غونډې مخکې شوې دي.

د امریکا او اسراییلو چارواکو تر اوسه د ټیلیفوني خبرو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو بنیامین نتانیاهو د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه د ایران سره دشخړی له پیل راهیسې تقریبا هره ورځ له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG