د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۱

پر ایران د اسراییل له برید وروسته ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ چې "مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي" اټومي تړون وکړي.

ډونالډ ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی دی چې اسراییل تیره شپه او نن سهار پر ایران پراخ بریدونه وکړل. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې دا حملې به تر هغو روانې وي چې اسراییل خپل هدف ته نه وي رسیدلی، یعني له ایران څخه اسراییل ته متوجه تهدید یو مخ نه وي لرې شوي.

پر ایران د اسراییل په بریدونو کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان حسین سلامي او د خاتم الانبیاء د مرکزي قوماندانۍ قوماندان غلام علي رشید وژل شوې دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس په وینا، د دغهَ هیواد د اټومي انرژۍ د سازمان پخوانی مشر او د ازاد پوهنتون رییس مهدي تهرانچي هم د اسراییل د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی دی.

ولسمشر ټرمپ په خپله خواله رسنۍ« سوشل تروت » کې لیکلي دي چې لا یې هم وخت دی چې د وینو دغه بهیدل ختم شي. ټرمپ زیاته کړه چې ایران باید مخکې تر دې چې څه له منځه ځي، یوه موافقه وکړي او هغه څه وژغوري چې یو وخت د ایران د امپراتورۍ په نوم پیژندل کیده او باید دغه وکړي، مخکې تر دې چې ډیر ناوخته شي.

ټرمپ وروسته له ABC نیوز سره په مرکه کې وویل چې ایران سخت وځپل شو او نور ډیر څه وشي، ډیر نور.

ولسمشر ټرمپ په یوه ویډیویي پيغام کې دا هم وویل چې موږ د ایران د غني کولو د پروګرام په زړه برید وکړ، د نطنز په سیمه کې د ایران د غني کولو اصلي تاسیسات په نښه شول، د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام پر زړه هم موږ برید وکړ. نوموړي زیاته کړه چې اسراییل د ایران اټومي ساینسپوهان هم په نښه کړل چې د ایران د اټومي بم د جوړیدو لپاره یې کار کاوه.

د ایران ستر مشر خبرداری ورکړ چې اسراییل به د بریدونو د ترسره کولو نتیجه وګوري.

آیت الله علي خامنه ای په یوه بیان کې وویل، له دې جرم سره، صهیونیست رژیم ځان له یوه ترخه او دردناک برخلیک سره مخ کړی او خامخا به یې څکي.

د ایران د نطنز د اټومي تاسیساتو مرکز د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخې څو ځله بمبارد شو. د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي دي چې د نطنز پر تاسیساتو برید شوی خو د تر دې دمه هلته د اټومي وړانګو کچه نه ده لوړه شوې او خپره شوې. دې ادارې زیاته کړه چې په اصفهان او فردو کې بیا د ایران اټومي تاسیسات اغیزمن شوې نه دي.

XS
SM
MD
LG