په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي له ایرانه د افغان کډوالو د ستنونې په بهیر ۵ زره ماشومان له کورنیو پرته په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. یو شمېر ماشومان چې له کورنیو پرته له ایرانه ایستل شوي وايي ایراني پولیسو ورسره ناوړه چلند کړی دی.
په شمالي وزیرستان کې یوه موټر بم برید لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني سرتیري وژلي او ۲۹ سرتیري او ملکیان یې ټپیان کړي دي. د ټپي سرتیرو شمېر ۱۰ او د ټپي شویو ملکیانو شمېر چې ماشومان هم په کې دي، ۱۹ یاد شوی دی. ټي.ټي.پي یا تحریک طالبان پاکستان د برید مسولیت منلی.
دایران او اسراییلو ترمینځ پرونی اوربند نافذ دی.ولسمشر ټرمپ د اوربند لپاره له هلو ځلو وروسته د ناټو دمشرانو په غونډه کې ګډون لپاره هالند ته تللی دی. ترکیې د شوي اوربند او دامریکا د ولسمشر د هلوځلو هرکلی وکړ.
وال سټریټ ژورنال د اسراییلي او عربي چارواکو په حواله لیکلي چې اسراییل لیواله دی چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.
اسراییلو او ایران نن د جګړې په یوولسمه ورځ هم پریوبل خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. اسراییلو په تهران کې اهداف په نښه کړل او د ایراني توغنديو له کبله په اسراییلو کې د خطر شپیلۍ وغږول شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې د" رژیم د بدلون" پر احتمال خبرې کړي. هغه پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ لیکلي"د 'رژیم بدلون' اصطلاح کارول په سیاسي لحاظ سم نه دي، خو که اوسنی ایراني رژیم نشي کولی چې ایران ته عظمت بیرته راولي، نو ولې د رژیم بدلون نه؟؟؟"
د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تأسیساتو تر هوایي بریدونو او د ایران او اسراییلو تر منځ د شخړو له پراخېدو وروسته، په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال د وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښمن دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران له مستقیمو بریدونو وروسته ولس ته په وینا کې د دغو بریدونو ننګه کړې او د ایران له خوا د سولې نه کولو په صورت کې یې د نورو بریدونو ګواښ کړی دی.
نور راوښيه