د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۰

وال سټریټ ژورنال: اسراییل هڅه کوي له ایران سره جګړه په نږدې راتلونکې کې پای ته ورسوي


وال سټریټ ژورنال د اسراییلي او عربي چارواکو په حواله لیکلي چې اسراییل لیواله دی چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي.

دا راپورد دوشنبې په ورځ، د جون په دویمه نیټه چې د ایران سره د اسراییل د جګړې یوولسمې ورځې سره سمون خوري خپور شو، او ښیي چې اسراییل هڅه کوي چې د ایران په اټومي تاسیساتود امریکا د پوځ د برید څخه د خپلو اوسنیو عملیاتو سره اعظمي ګټه پورته کړي.

امریکا د یکشنبې په سهار په فردو، اصفهان او نطنز کې درې اټومي ځایونه د توغندیو او بنکرونو د له منځه وړلو بمونو سره په نښه کړل، او د امریکا ولسمشر وویل چې "د غني کولو مهم تاسیسات" په دې بریدونو کې "په بشپړه توګه ویجاړ شوي" دي.

وال سټریټ ژورنال د اسراییلي چارواکو په حواله لیکلي چې اسراییل تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې په ایران کې د پوځي اهدافو لیست بشپړ کړي، چې په دې سره به د جګړې پای ته رسولو فرصت برابرشي. په هرصورت، وضعیت د بدلون په حال کې دی اودجګړې ډیر انکشافات د تهران د چارواکو غبرګون پورې اړه لري.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې متحده ایالاتو عربي چارواکو ته هم خبر ورکړی چې اسراییل په نږدې راتلونکې کې د جګړې پای ته رسولو هڅه کوي او له هغوی څخه یې غوښتي چې دا پیغام ایران ته ورسوي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، عربي چارواکو وویل چې ایران په ځواب کې وویل چې لا تر اوسه د جګړې پریښودو ته چمتو نه دي ځکه چې دوی ځان مکلف ګڼي چې د امریکا لخوا د دوی په اټومي تاسیساتو برید ته ځواب ووایی.

د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په شپه په تل ابیب کې رسنیو ته وویل چې اسراییل د خپلو اهدافو ترلاسه کولو ته "ډیر نږدې" دی، اسراییل به په اوږدې زیانګالې جګړه کې اخته نشي او دا چې دا اراده نلري چې عملیات له ټاکل شوي پلان څخه هاخوا وغځوي. خو نتانیاهو د عملیاتو د پای ته رسولو لپاره د کوم ځانګړي مهالویش یادونه ونه کړه.

اسراییل له اوږدې مودې راهیسې د دښمنانو په وړاندې هغه ماډل چې د "سولې لپاره سوله" نومیږي تعقیب کړی.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، اسراییل د لبنان د حزب الله سره په ورته ماډل چلیږی ، چې له مخې یې سره له دې چې د اسراییل، لبنان او حزب الله ترمینځ د اوربند تړون شوی دی په منظم ډول به په هر ممکن فرصت کې په حزب الله برید ته دوام ورکړي.

د ورځپاڼې په وینا، د لبنان د ماډل پر بنسټ، که ایران (د احتمالي اوربند وروسته) په اسراییل برید ته دوام ورکړي، اسراییل به هم جگړه تعقیب کړي. یو اسراییلي چارواکي وویل چې که "دوی برید وکړي، موږ به هم برید وکړو."

XS
SM
MD
LG