د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران په دریو اټومي تاسیساتو یې بریالي بریدونه کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د پاکستان حکومت له دې اقدام چې افغان موټر چلونکو او ټرانسپورټرانو ته یو کلنه ویزه ورکوي، هرکلی کوي. د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزی وايي، په دې سره به یو څه ستونزې هوارې شي. .
د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې لکونه افغانانو د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله خپل هېواد پرېښی دی. یو شمېر دغو افغانانو چې ایران او پاکستان ته یې پناه وړې چې ستونزو تل شکایت کوي.
د ایران توغندیو په اسراییل کې یو روغتون ته زیان ورساوه. په عین حال کې ټرمپ په شخړه کې د امریکا د مداخلې په اړه غور کوي. خو ایراني رسنی وايی د اسراییل پوځي او استخباراتی تاسیسات په نښه شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیڅ څوک نه پوهیږي د ایران په اړه به څه پریکړه کوم. ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې پر ایران د احتمال برید د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل،" شاید دا کار وکړم، شاید وی يې نه کړم، هیڅ څوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم".
اسراییلو د تهران پر شمال خیتځ د توغندیو بریدونه پیل کړي دي.
ایران وایي د بریدونو په روستیو څپه کې یې له هایپرسونیک توغندیو کار اخیستی او اسراییل وایي په تهران یې بمباري روانه ده. په عین حال کې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې به د امریکا سفارت د چهارشنبې څخه تر جمعې پورې تړلی وي.
اسراییل ګواښ کړی چې ایرانیان به پر اسراییل د توغندیزو بریدونو " بیه پرې کړي". دا ګواښ وروسته تر دې کیږي چې ایران پر تل ابیب او حیفا ښارونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۸ تنه وژلي دي.
د اسراییل پر تل ابیب ښار د ایران یوه توغندیز برید دغلته د امریکا قونسلګري " سرسري زیانمنه" کړې ده.
ډونالډ ټرمپ د اوربند هیله من دی؛ نن د اسراییل او ایران د بریدونو څلورمه ورځ ده
له تهران څخه راپورونه ښيي چې د تهران په ځینو برخو کې درنې چاودنې شوې دي.
نور راوښيه