د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

دایران او اسراییل ترمینځ اوربند ټینګ شوی دی


د اوربند د ټینګیدو په لومړیو ساعتونو کې د تهران دښار یو انځور
د اوربند د ټینګیدو په لومړیو ساعتونو کې د تهران دښار یو انځور

دایران او اسراییلو ترمینځ پرونی اوربند نافذ دی.ولسمشر ټرمپ د اوربند لپاره له هلو ځلو وروسته د ناټو دمشرانو په غونډه کې ګډون لپاره هالند ته تللی دی. ترکیې د شوي اوربند او دامریکا د ولسمشر د هلوځلو هرکلی وکړ.

دایران او اسراییلو ترمینځ پرونی اوربند نافذ دی او دامریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوربند لپاره له هلو ځلو وروسته د ناټو دمشرانو په غونډه کې ګډون لپاره هالند ته تللی دی.

دترکیې ولسمشر دایران او اسراییلو ترمینځ د شوي اوربند او دامریکا د ولسمشرد هلوځلو هرکلی وکړ.

رجب طیب اردوغان چې هغه هم د ناټو دمشرانو په غونډه کې ګډون لپاره هالند کې دی ، دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ سره د غونډې په ترځ کې دایران او اسراییلو ترمینځ داوربند په رامینځ ته کولو د هغه د زیارونو هرکلی وکړ.

د ترکیې جمهوری ریاست په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې اردوغان دغه راز هیله څرګنده کړه چې رامینځ ته شوی اوربند دوامدار پاته شي.

بلخوا په ملګرو ملتونو کې دامریکا استازې وویل دامریکا بریدونو داټومي وسلې د جوړولو لپاره د تهران توان کمزوری کړ.

دایران په اړه د ملګرو ملتونو دامنیت دشورا غونډه څو ساعته مخکې پای ته ورسیده.

په غونډه کې دامریکا استازې دوروتي شي ټینګار وکړ چې دایران په اټومي تاسیساتو د متحدو ایالاتو د بریدونو محدود هدف اغیزناک ارزیابي شوی دی.

میرمن شي زیاته کړه چې دامریکا بریدونه د ملګرو ملتونو دمنشور او دهغې په وینا د "دجمعي دفاع د ذاتي حق" اودسیمې لپاره دایران دگواښ د کمولو په هدف ترسره شول.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر دني دانون هم غونډې ته په خبرو کې خبرداری ورکړ چې تل ابیب به دایران لخوا داوربند هرډول ماتولو ته دهغه په ټکو " سخت" ځواب ووايي.

داسراییلو استازي له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه د اوربند په را مینځ ته کولو منننه وکړه او یو ځل بیایې وویل چې اسراییل په ایران کې اهدافو باندې خپلو بریدونو سره دغه هیواد ته سخت ګوزار ورکړی دی.

بلخوا په ملګروملتونو کې د ایران سفیر امیرسعید ایرواني په دې غونډه کې د متحدوایالاتو اواسراییل په بریدونو سخت انتقاد وکړاو وویل چي پدې ناهیلې شوی چې امنیت شورا دغه بریدونه ونه غندل.

امیرسعید ایرواني زیاته کړه داچې ویل کیږی ایران خپلې اټومي ژمنې او د ۲۲۳۱ پریکړه فیصلې ماتې کړي دا یوه کاملا بی اساسه خبره ده .

دامنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک لویدیځو هیوادونو سره د برجام په نامه دایران اټومي توافق تایید کړی او شورا په خپلو دوره ای غونډو کې داټومي وسلې د نه خپریدو د هلوځو په ترځ کې دپریکړه لیک تطبیق څیړي.

XS
SM
MD
LG