د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۷

زلزله ځپلي شکایت کوي چې کافي مرستې یې نه دې ترلاسه کړي


کونړ ، نورګل ولسوالۍ ، د سپتمبر ۴ ، کال ۲۰۲۵
کونړ ، نورګل ولسوالۍ ، د سپتمبر ۴ ، کال ۲۰۲۵

داسې مهال چې د طالبانو حکومت سیمه ییز چارواکي وايي زلزله ځپلیو سره لازمې مرستې شوي، یو شمیر زلزله ځپلي شکایت لري چې کافي او لومړنی اړینې مرستې ورته نه دي رسېدلي. چارواکي داهم وايي چې منظمې مرستې په شفاف ډول شوي ، خو فعالان نیوکه کوي چې د مرستو په ویش کې اولویتونه په پام کې نه دي نیول شي.

د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د اګست د ۳۱ مې د شپې ناوخته مرګونې زلزلې له قربانیونو سره د لسکونو هیوادونو، د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو، موسسو او مرستندویو خیریه بنسټونو له مرستو سره سره یو شمیر زلزله ځپلي ادعا کوي، چې کافي او لومړنی اړینې مرستې نه دي ورسېدلې.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکي وارث چې دی او د کورنۍ غړي یې په یاده زلزله کې ټپیان شوي ازادي راډیو ته وویل:

دې خوا ته تر اوسه ډېرې مرستې نه دي رسېدلي ځینو ته خیمې هم نشته، که وروسته وشي، ډېره عاجله اړتیا د مېنو یا خیمو ده، نن مې هم د سرې میاشتې یو کارکوونکي ته وویل چې دا خیمې لږ ژر ووېشي ځکه بچیو باندې مو بارانونه کېږي، د خلکو پرده نه کېږي، دوی هغو کسانو ته کمپونه جوړ کړل چې مرګ ژوبله ور اوښتې خو دا نور خلک چې (کورنه یې ویجاړ) شوي، تر اوسه رسېدلو مرستو یې کومه خاصه ستونزه نه ده حل کړې.


د دغه ولایت په نور ګل ولسوالۍ کې یو رضا کار صابر الله هم دشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې زلزله ځپلي لا هم بېلابیلو برخو کې ستونزو سره مخ او کافي اړینې مرستې نه دي ورسېدلي:

که څه هم حکومت، مرستندویه موسسو او مرسته کوونکو خلکو زلزله ځپلو سره مرستې کړي خو دوی دا مهال هم ستونزو سره مخ دي او شدیداً خوراکي او غیر خوراکي توکو، لباس، بسترو، خیمو ته او ټولو اسانتیاوو ته ډېره اړتیا لري، دلته د شپې لخوا هوا ډېره سړه وي او خلک توشکو او بسترو ته اړتیا لري.


مخکې تر دې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې هم یو شمیر زلزله ځپلو په ځانګړي ډول میرمنو ازادي راډیو سره په خبرو کې دوی د لازمو لومړنیو مرستو او امکاناتو له نه شتون شکایت کړی و.

دا شکایتونه داسې مهال دي چې په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نجیب الله حنیف ادعا کوي، چې زلزله خپلو ته کافي مرستې ویشل شوي دي.

هغه د شنبې په ورځ ( د سپتمبر په ۱۳ مه ) ازادي راډیو ته وویل، دوی زلزله ځپلو ته د مرستو د وېش او د دوی ستونزو ته د رسېدنې لپاره ځانګړې کمیټې او میکانیزمونه جوړ کړي دي:

دلته چې مونږ کوم میکانیزم او طریقه جوړه کړې ډاډ درکوو چې زیانمنو ته یې په شفاف ډول رسوو، که څوک نغدې مرستې راوړي او غواړي خپله یې ووېشي موږ اجازه لیک ورکوو او لاره ورته برابروو، که موږ ته سپارل کېږي موږ ورته کمیټې جوړې کړي، د مزار درې د مسولینو جلا کمیټي ده او لاندې کمپونه مو چې جوړ کړي هغوی ته مو درې نورې کمیټې ګمارلي دي، که حکومت دی که بهرنۍ مرستندویه ادارې او د هېوادونو ټیمونه، دا ټول په ګډه زیانمنو ته مرستې په شفافه توګه وېشو.


مخکې په دې ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر عبدالطیف ثابت ازادي راډیو سره په مرکه کې زلزله خپلو په ځانګړي ډول نورګل ولسوالۍ کې چې مسوولیت یې دوی ته سپارل شوی زلزله خپلو ته د لازمو مرسته او امکاناتو برابرولو ادعا کړې ده.

په کونړ ولایت کې د طالبانو حکومت د ځايي مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ د اګست د میاشتې د ۳۱ مې د شپې ناوخته زلزلې د دغه ولایت څلور ولسوالۍ نور ګل، څوکۍ، وټه پور او چپه دره تر ټولو زیاتې ځپلې دي.

ها خوا په ننګرهار ولایت کې هم د دې زلزلې یو شمیر قریانیان چې کورونه یې په بشپړ ډول نړېدلي، د مرستو ان ورته د خیمو د نه رسېدو له امله شکایت لري.

د دغه ولایت د درې نور ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"ټول کور مو ناست دی، مرستې مو تر اوسه نه دي تر لاسه کړي، موږ خیمه وهلې، خپله مو یو زوړ ترپال وهلی دی، موږ سره دې مرسته وشي، خیمې دې حد اقل راوړي."

خو ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رئیس احسان الله ساجد هم شنبه ( د سپتمبر په ۱۳ مه ) ازادي راډیو ته په لیکي پیغام وویل، دوی هم د دې ولایت دوو زلزله ځپلو ولسوالیو درې نور او ښېوې ته، د ستونزو د هواري، د لومړیتوبونه د مشخصولو او مرستو رسولو لپاره کمیټې ګمارلې دي.

د درې نور ولسوالۍ مرستیال قاري بصیر احمد سهیل بیا په دغه ولسوالۍ کې زلزله خپلو ته د مرستو رسولو په اړه په همدې ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"د مرستو وېش طریقه مو دا ده چې موږ دا مرستې چې راځي په ۳ کټګوریو تقسیموو، یوه برخه سرې میاشتې، یوه د پېښو چارو ریاست اخلي او یوه برخه دلته د ولسوالۍ مقام ته راستوي، بیا موږ یې پر مستحقو کسانو وېشو، موږ په پوره ایماندارۍ دا مرستې وېشو، خو ستونزه دا ده چې هومره چې زیانونه اوښتي په هغې اندازه مرستې نه دي رارسېدلي، خیمې چې څومره راغلې وې هغه ووېشل شوې خو ټولو زیانمنو کورونیو ونه رسېدې ځکه نفوس زیات دی او مرستې کمې دي."

خو د روڼتیا د برخې ځینې فعالین د زلزله خپلو شکایتونو ته په پام نیوکه کوي چې د مرستو په ویش کې لومړیتوبونه په پام کې نه دي نیول شي.

دوی دغه شان دغو مرستو کې د فساد د احتمال په اړه هم اندېښنې ښيي.

له ډې ډلې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د څارنې برخې پخواني مسوول عزت الله ادیب ازادي راډیو ته وویل:

"د عاجلو مرسنو لپاره د بېړنیو شفافیت او حساب ورکونې مکانیزمونو جوړول په کار دي چې له بده مرغه موږ دا اوس افغانستان کې هېڅ ډول دریم ګړی نظارت نه لرو چې دا مرستې وڅاري، نو ډېره معموله ده چې فساد به ډېر وي، بل دا اوس په کونړ کې تر ۹۰ سلنه د خلکو کورونه ویجاړ شوي د خلکو اصلي لومړیتوبونه نظر کې نه نیول کېږي چې هغه د سرپناه جوړول دي خو سرپناه څنګه تعریفوو، که سرپناه خیمه وي نو دا خو ډېره موقته خبره ده، هلته باید کورونه خلکو ته جوړ شي، بل د ضروري اړتیاوو پر ځای هلته غیر ضروري توکي رسېږي مثلا خلک له چینو او کوهیانو هم اوبه تر لاسه کولای شي خو دوی بوتلو کې اوبه وروړي په داسې حال کې چې خلک ډوډۍ ته اړتیا لري، باید اصلي لومړیتوبه یې نظر کې ونیول شي."

دا چې د طالبانو حکومت تر اوسه له بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو دغه شان له مرستندویو خیریه موسسو او بنسټونو زلزله ځپلو سره ټوله څومره مرسته تر لاسه کړې او څنګه لګول شوې، د طالبانو حکومت یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، دوی د افغانستان په ختیځ کې ټولې مرستې په دوو برخو وېشلي او په خبره یې هغه مرستې چې د دوی د حکومت جوړ کړیو بانکي حسابونو ته ورځې په زلزله ځپلو سیمو کې د دوی د ګمارل شویو کمیټو لخوا پر خلک وېشل کېږي او که مرستندویان یا موسسې یې خپله غواړي ووېشي دوی ورته لومړیتوبونه مشخص او سهولتونه ورته برابروي.

خو سرچینې د دغو مرستو د ټولیز رقم یا اندزې په اړه جزیات ورنه کړل.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم پرته له دې ډیر جزیات ورکړي د سپټمبر په ۸مه په خپله ایکس پاڼه یوازې د ۴۸ هېوادونو د بیرغونو په شریکولو سره په یو بیان کې د ګڼو مرستندویه هېوادونو او ادارو له مرستو او خواخوږۍ هرکلی او مننه کړې وه.

د یادونې ده چې تر اوسه ډیری هېوادونو، مرستندویانو سازمانونو او بنسټونو د خپلو زرګونو، لکونو او ان میلیونونو ډالرو مرستو اعلانونه کړي او یا یې افغانستان ته د رسولو پر مهال ویډیوګانې او عکسونه په خپلو رسمي پاڼو خپاره کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابیلو نړیوالو سازمانونو دا مرستې د رامنځته شوي ناورین لپاره کافي نه دي بللي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د ختیځ د نیم ملیونه زلزله ځپلو لپاره د نېږدې ۱۴۰ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د سپتمبر په نهمه وویل، دوی د افغانستان په ختیځ کې زلزله خپلو سره د مرستې په خاطر ۱۳۹.۶ میلیونه ډالر بودجې ته اړ دي چې د کال تر پایه پرې څلور لکه او ۵۷ زره زیانمنو کسانو ته د سرپناه، اوبو، خوړو، ساتنې، زده‌ کړو او کرنیزو مرستو په ګډون څو برخیز خدمتونه برابر کړي.

د اګست د ۳۱مې د شپې ناوخته د ریشټر په کچه ۶ درجې زلزلزې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول کونړ ولایت کې خلکو ته دران ځاني او مالي تاوانونه واړول.

د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان مړل شول، له ۳۶۰۰ څخه زیات نور ټپیان او له ۷۰۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شول.

XS
SM
MD
LG