د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۵

کونړ کې یوشمېر زلزله ځپلي په جلدي ناروغیو او اسهالاتو اخته شوي، مخنیوی یې څنګه کیږي؟


ارشیف
ارشیف

Summary

  • د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې یو شمیر زلزله خپلي وايي د کورنۍ غړي یې په بېلابیلو ناروغیو له دې ډلې شدید خارښت او نس ناستي باندې اخته شوي دي.

یو شمیر سیمه ییز روغتیا پالان وایي، په زلزله ځپلو کې د (scabies) په نوم یو ډول جلدي ناروغي رامنځته شوې او یوشمیر نور یې په اسهال اخته شوي دي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ یو زلزله ځپلي چې وايی خپله هم د خارښت په ناروغۍ اخته شوی، د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط یکشنبه( د سپتمبر په ۱۴ مه) ازادي راډیو ته وویل " دغه ناروغي پیدا شوې ده، یو ډول میده داني دي میده، وجود باندې راخېجي او خارښت ترینه پیدا کېږي، یو بل ته انتقالېږي، دا هم په نارینه وو کې ده هم په ښځو کې. "

یو ډول میده داني دي میده، وجود باندې راخېجي او خارښت ترینه پیدا کېږي
یو زلزله ځپلی

د نور ګل ولسوالۍ یو زلزله ځپلي شیر محمد هم په همدې ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوه واړه ورونه یې په دې ناروغۍ او شدید نس ناستي اخته شوي دي" دلته زیاتره خلک په اسهالاتو او خارښت باندې اخته شوي دي، دلته کلینک شته خو هغسې دوا نه ورکوی چې څنګه پکار ده، زه پرون ورغلی وم واړه ورونه مې وروستي وو یو یو بوتل شربت یې ورکړ او وې ویل چې ښه به شي."

یو شمیر سیمه ییز روغتیا پالان هم په زلزله ځپلو کې دا روغتیايي ستونزې او ناروغۍ تایدوي.

د خاص کونړ د زلزله ځپلو په یو کمپ کې یو روغتیا پال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله نوم په راپور کې خپور شي هم یکشنبه ( د سبتمبر ۱۴ مه) ازادي راډي ته وویل"دلته د اسهالاتو ډېرې پېښې رامنځته شوې او خطر یې زیات دی، دغه شان د سکبیس (scabies) په نوم یوه ساري پرازیټي ناروغي ده چې ډېر زلزله ځپلي پرې اخته شوي دي او موږ ته مراجعه کوي، دا ناروغي زیاته شوې ده، ځکه د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او تر خیمو لاندې د کورنۍ ټول غړي یو ځای وي نوله یو نه بل ته د ناروغۍ د انتقالیدو خطر ډېر زیات دی."

د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او تر خیمو لاندې د کورنۍ ټول غړي یو ځای وي نوله یو نه بل ته د ناروغۍ د انتقالیدو خطر ډېر زیات دی
ډاکټر

مرکز اسعد اباد ته څېرمه د زلزله ځپلو په یو بل کمپ کې هم په دې ورځ یو روغتیاپال چې ده نه غوښتل نوم او هم غږ یې په راپور کې خپور شي هلته د کمپ د اوسېدونکو تر منځ دا ستونزې او ناروغۍ تایید کړي.

دا روغتیا پالان وايي، سکبیس (scabies) یو ډول ساري خارښتي ناروغي ده، چې له امله یې انسان له ستونې لاندې په سخت خارښت اخته کیږي. له جلدي مستقیم تماس څخه یو نه بل ته لېږدول کېږي. دغه شان له ګډو استفاده کوونکو جامو او بستري څخه.

دوی وايي د درملنې لپاره د ډاکټر په سپارښتنه د بیلابیلو مرهمونو او درملو استعمال اړین دی.

دغه شان د پاکو جامو استعمال، لمر ته د کمپلو، توشکو او اغوستونکو شیانو غوړول، په کورونو کې د خزنده ګانو ضد درملو شیندل او د دې ترڅنګ له ناروغانو سره له تماس نه ډډه کول یې د مخنیوي نورې لارې چاري په ګوته کوي.

مرکه شوي روغتیا پالان په زلزله ځپلو کې د شدید نس ناستي لامل هم ناپاکې اوبه او خواړه ګني او د درملنې لپاره یې د ډاکټر په سپارښتنه د درملو تر څنګ د ایشول شویو یا پاکو اوبو او ( او، ار، ایس ) محلول په څښلو، د خامو خوړو په نه خوراک او دغه شان د حفظ الصحې په مراعتولو ټینګار کوي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دې روغتیايي ستونزو په تړاو د خلکو د غوښتنې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم په زلزله ځپلو سیمو کې د بیلابیلو په ځانګړي ډول د کولرا وبا درامنځته کېدو د احتمال په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د اوچا د ستراتیژۍ او همغږۍ مسولې شانون اوهیراد د سپټمبر په اتمه په یو انلاین خبري کنفرانس کې وویل، چې په سیمه کې د پاکو اوبو او روغتیايي پاملرنې نه موجودیت او په خلاصه فضا کې د حاجت رفع کول د کولرا وبا د رامنځته کېدو ګواښ زیات کړی دی.

د تېرې اګسټ میاشتې د ۳۱ مې نېټې مرګونې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار سخت وځپل.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې زلزله کې له ۲۲ سوو ډېر کسان مړه شوي، نږدې ۴ زره ټپیان شوي او تر اوه زره کورونه نړېدلي دي.

XS
SM
MD
LG