ډیموکراسي چې د طالبانو له تېرې دورې وروسته په تېرو ۲۰ کلونو کې د نوي عصر د پیل شعار بلل کېده او تل یې د ټینګښت ادعاوې کېدې، د طالبانو په بیا واکمنۍ سره یې بیا معنی او رنګ بایللی دی.
یو شمېر افغانان تېر ۲۰ کاله افغانستان له ننګونو سره مل نسبتاً ډیموکراتیکه دوره بولي او وایي چې ورو ورو یې حکومت او خلکو د ولسواکۍ پر لور بیول، خو اندېښنه ښیي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له خلکو د انتخاب او رایې حق اخیستل شوی دی.
د کابل ښار یوې اوسېدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې تېرو ۲۰ کلونو کې یې د نسبتاً ډیموکرات نظام په ترڅ کې ترلاسه کړي حقونه او لاسته راوړنې اوس د طالبانو تر واک لاندې صفر سره ضرب شوې دي "افغانستان کې تېرو ۲۰ کلونو کې که څه هم ستونزې ډېرې وې، خو خلکو لږ تر لږه د رایې، زده کړو او د بیان د ازادۍ حق درلود، ښځو او نجونو کار او تعلیم کولای شو، اوس هېڅ ډول ولسواکي نشته، ټولې پرېکړې مو د یوې ډلې (طالبانو) په واک کې دي، د هېڅ چا غږ نه اورېدل کېږي، ښځې تر ټولو ډېرې زیانمنې دي، نه یې تعلیم ته پرېږدي نه کار ته."
اوس هېڅ ډول ولسواکي نشته، ټولې پرېکړې مو د یوې ډلې (طالبانو) په واک کې ديد کابل اوسیدونکې
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ورته اندېښته او شکایت مطرح کړ "د دغه حکومت (طالبانو) په واک کې د خلکو رایو، خبرو ته ارزښت نه ورکول کېږي، رسنۍ محدودې شوي، سیاسي شنونکي او مدني فعالان چپ کړل شوي، دې حالت نه یوازې زه، بلکې زما په شان اکثریت ځوانان او حتی زموږ مسلکي ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی."
دوی غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه یې غږ واوري او افغانستان کې د خلکو د مدني او بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره دې ولسواکه حکومت ته زمینه برابره کړي.
خو تېر ۲۰ کاله ایا رښتیا افغانستان کې ډیموکراتیک نظام یا ولسواکه حکومتونه موجود و؟
د سیاسي چارو شنونکي او د تېر جمهوري حکومت د دفاع وزارت پخواني مرستیال شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل "تېر ۲۰ کاله د جمهوریت په دوره کې د ډیموکراسۍ د تطبیق لپاره ډېر مسایل رامنځته شول چې یو یې د اساسي قانون جوړېدل و چې هغه کې د حکومت او ولس او ولسواکۍ رول واضح و، ټاکنې په کې کېدلې، خو ستونزې یې درلودې، خلکو خپل غږ اوچتولی شو او ورور افغانستان د ثبات او قانون حاکمیت پر لور روان و."
دا په داسې حال کې ده چې نن د سپټمبر ۱۵ مه د ډیموکراسۍ یا ولسواکۍ نړیواله ورځ ده.
ملګرو ملتونو د ډیموکراسۍ د ۱۸مې نړیوالې ورځې په اړه د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش په حواله په خپله وېب پاڼه لیکلي چې ډیموکراسي "په هر ځای کې د خلکو زړورتیا څرګندوي او خلک د خبرو اترو، ګډون او باور له لارې خپلې ټولنې رامنځته کوي"
دې سازمان د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۱۵مې د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په اړه د ګوترېش له قوله د شعار په توګه لیکلي چې “ډیموکراسي د خلکو د ارادې، غږونو، د دوی د انتخابونو او ګډون له لارې ځواکمنه کېږي”.
خو افغانستان کې دا مهال چې طالبان واکمن دي، د خلکو ارادې، غږونو او انتخابونه څومره مهم دي او ولسواکي یا ډیموکراسي په څه حالت کې ده؟
د سیاسي چارو شنونکی، د پاکستان لپاره د تېر جمهوري حکومت ځانګړی استازی او د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داوودزي ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو حکومت «زورواکی» وباله او ویې ویل چې دوی پر خپلو کړنو هم افغانان زیانمن کړي او هم یې په خبره، د افغانستان نړیوالې ژمنې او هویت تر پوښتنو لاندې راوستي.
دا اوس پر افغانستان زورواکی نظام حاکم دی چې ولس ته د هېڅ ډول مسؤلیت اراده نه لري، نه هم نړیوالو ته غواړي چې مسؤل واوسيمحمد عمر داودزی
ښاغلي داوودزي وویل “دا اوس پر افغانستان زورواکی نظام حاکم دی چې ولس ته د هېڅ ډول مسؤلیت اراده نه لري، نه هم نړیوالو ته غواړي چې مسؤل واوسي، ولس ترې د نجونو تعلیم، کار، ښه حکومتوالي او د خپلو استازو په وسیله ترې په حکومت کې ونډه غواړي، خو دې یو ته هم فعلي زورواکی نظام احترام نه لري، نړیوال او لوی هېوادونه هم ترې تمې لري چې یو یې د ترهګرو ډلو سره د اړیکو نه پالل دي چې باید افغانستان کې دې ګروپونو ته ځای ورنه کړي، نو دوی یو خوا د خلکو حوصله په تنګ راولي او بلې خوا ته د نړیوالو صبر ختموي.”
ملګري ملتونه وايي، د ډیموکراسۍ نړیواله ورځ په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د وضعیت د بیا کتنې فرصت برابروي، ډیموکراسي د یو هدف په څېر یوه پروسه ده او یوازې د نړیوالې ټولنې، ملي حاکمیتي ارګانونو، مدني ټولنو او اشخاصو په بشپړ ګډون او ملاتړ سره کولای شي د ډیموکراسۍ مثال په واقعیت بدل کړي.
ملګري ملتونه د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې د بیان ازادي د ډیموکراسۍ د یوې بېلګې په توګه یادوي او زیاتوي چې د بیان ازادي د بشري حقونو یو بنسټیز حق دی چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹ ماده کې راغلی دی، په ټکو یې په ټوله نړۍ کې ځیني حکومتونه او هغه ځواک شته چې پر وړاندې یې د خنډ جوړولو لارې لټوي.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۱۹ مه ماده کې راغلي "هر څوک د نظر او بیان د ازادۍ حق لري، په دې حق کې له لاسوهنې پرته د نظر د ساتلو او د هرې رسنۍ له لارې د سرحدونو په پام کې نیولو سره د معلوماتو او نظریاتو د غوښتلو، ترلاسه کولو او خپرولو ازادي شامله ده".
خو ژورنالېست او د چارو شنونکی سمیع یوسفزی په افغانستان کې د رسنیو اوسنی حالت داسې ارزوي: “رسنۍ اوس هم خپل مسؤلیت ادا کوي، خو هغه رسنۍ چې له هېواده بهر دي، دننه هېواد کې خو هر څه له منځه تللي، څوک رسنیو کې غږ پورته کولای نه شي، حتی پر فېسبوک څه لیکلی نه شي، اوس تر ټولو ډېر دروند مسؤلیت رسنیو ته پاتې او واحد سنګر دی چې د طالبانو د کړنو خلاف د خلکي حقیقي وضعیت او د هېواد د بدبختیو او بې چارګۍ څېره نړۍ ته وښیي.”
که څه هم د طالبانو حکومت وړاندې ویلي دوی د ملي ګټو او هېواد د کلتوري ارزښتونو او اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو دوی په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو سره، د افغانستان اساسي قانون وځنډاوه، تر اوسه د اساسي قانون په جوړولو کې پاتې راغلي او د حکومت ټولې پرېکړې یې د مشر د فرمانونو پر بنسټ دي چې ډېری یې سختدريځه دي.
دغه راز، ملي شورا یا مقننه قوه یې لهمنځه وړې، پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ یې هم سخت محدودیتونه لګولي، له شپږم ټولګیو پورته په ښوونځیو او پوهنتونونو کې یې نجونې له تعلیمه راګرځولي او په اکثرو دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د ښځو کار هم منع کړی دی.
د طالبانو حکومت په ډېری مواردو کې پر اعتراضونو، له محرم پرته د ښځو پر سفر او ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه لګولي چې د دې ټولو عواملو له امله د نړیوالو لخوا د بشري حقونو پر نقض هم تورن دي.
خو طالبان ولې د ډیموکراسۍ ضد دي او ایا دا کړنې یې د افغانستان سربېره سیمه هم اغېزمنه او اندېښمنه کړې؟
په ياکستان کې د سنا مجلس پخوانی غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک چې د طالبانو حکومتوالي هم څېړي او تبصرې پرې کوي، ازادي راډیو ته یې وویل چې طالبان له ډیموکراسۍ نه ناسم او «افراطي» تعیبرونه لري چې دې ذهنیت یې سیمه هم اغېزمنه کړې: “دوی (طالبان) ډیموکراسي د غرب پدیده بولي چې دا تعبیر یې ناسم دی، اصل کې دوی او ملاتړي یې نه غواړي چې افغانستان او افغانان د ولس په توګه نړۍ سره سیال شي چې سیمې باندې یې وار دمخه اغېز کړی دی، مثلا دا ټي ټي پي یا نور ترهګریز سازمانونه چې دلته راغلي دلته هم د نجونو په ښوونځیو کې چاودنې شوي یا دوی (د دوی تر کنټرول لاندې) سیمو کې د ښځو ګرځبندیزونه لګولي دي.”
که څه هم د شاه امانالله خان دوره په افغانستان کې يوه سلطنتي دوره وه، خو د چارو یو شمېر پوهان وايي چې د وخت له غوښتنو سره سم يې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ بنسټ کېښود.
د دوی په وینا، د امانالله خان د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د ټینګښت لپاره اړین ګامونه پورته شول او د افغانستان د ډيموکراسۍ د لسیزې اساسي قانون هم د ۱۳۴۳ کال د تلې په نهمه نافذ شو.