د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۰

په بلخ کې د نوري فایبر انټرنیټ بندېدل؛ د طالبانو د محدودیتونو تازه څپه


عکس ارشیف
عکس ارشیف

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په رسنیو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو په دوام تازه په شمالي ولایت بلخ کې د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه بند شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند حاجي زید ویلي دا اقدام د طالبانو د مشر ملا هبت الله د حکم پر بنسټ شوی دی.

نوموړي د سپټمبر په ۱۶ مه ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام د منکراتو مخنیوی دی او زیاته یې کړه چې که اړتیا پېښه شي د هېواد دننه به د انټرنیټي خدمتونو بدیلې لارچاري برابري شي، خو نومودي د بدیلو انټرنیټي خدمتونو په اړه نور جزیات ورنه کړل.

په بلخ کې د یو شمېر انټرنیټي خدمتونو شرکتونو او د دې ولایت اوسېدونکو ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له تېرې نږدې یوې اونۍ راهیسي په دې ولایت کې نوري فایبر یا کیبلي انټرنیټ په بشپړ ډول قطع دی.

په مزار شریف ښار کې د ندا ټیلي کام شرکت یو کارکونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"له تېرې یوې اونۍ راهیسي په ټول بلخ کې کیبلي انټرنیټ قطع دی، موږ نه پوهیږو ولې، طالبانو نه یوازې د انټرنیټ په قطع کېدو د بلخ د خلکو ازادي سلب کړې بلکې د زرګونو کسانو ورځنۍ چارې یې له ستونزو سره مخ کړي دي، انټرنیټ ته لاس رسی په نړیواله کچه د هر انسان حق دی او هیڅوک باید ترې دا حق وانه خلي."

دی وايي دوی په د مزار شریف په ښار کې زرګونو کورونو او سوداګریزو شرکتونو ته د وای فای له لارې انټرنیټي خدمتونه وړاندې کول خو اوس هر څه په ټپه ولاړ دي.

په مزار شریف ښار کې د یو سیاحتي شرکت مسول چې دې هم نه غوښتل نوم یې خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسي یې کار او روزګار په ټپه ولاړ دی:

"زموږ د وای فای انټرنیټونه قطع شوي دي او زموږ کار ورسره په ټپه ولاړ دی، زموږ کار د سیم کارټ په انټرنیټ نه کیږي، موږ هیڅ نه پوهیږو چې دا پرېکړه ولې شوې ده خو دې اقدام په ټولو چارو اغیز کړی دی."

دی وايي د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې په بیلابیلو برخو کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي د خلکو ژوند ورځ تر بلې له محدودیتونو سره مخ کوي.

په همدې ښار کې د یو شخصې روغتون یوې ډاکترې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د وا فای انټرنیټ قطع کېدو د دوی ورځنۍ چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي:

"له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دا د دې لامل شوی چې د یوه ډېر وړوکي کار لپاره چې باید د ایمیل له لارې یې وکړو حضوري ځو او مخامخ له مسولینو سره خبرې کوو، موږ اوس په دې فکر یو که دا ستونزه دایمي وي نو موږ باید نور کسان استخدام کړو تر څو په داخل د روغتون کې د انټرنیټ دنده سرته ورسوي او د پیغام رسول وکړي."

که څه هم د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې اوس مهال د نوري فایبر انټرنیټي خدمتونه په خپل حال دي خو د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکې وار له مخه اندېښمن دي او په باور یې ښايي دا حکم د دوی تر سیمو هم راورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د طالبانو حکومت وار له مخه په رسنیو او د بیان پر ازادۍ ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

دوی د بلخ په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې د ټلویزیونونو په پردو د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیزونه لګولي او دغه شان یې د خبریالانو په خبره په کور دننه معلوماتو ته لاس رسی سخت کړی دی.

په رسنیو کې د موسیقۍ په خپرولو بندیز، په ښځینه ویاندویانو د خپرونې پر مهال د ماسک جبري کول، د بیلابیلو تفریحي خپرونو بندول او یو شمېر نور هغه محدودیتونه دي چې وخت په یې وخت د افغانستان د خبریالانو د بیلابیلو ملاتړو بنسټونو او نړیوالو سازمانونو اندېښنې راپورته کړي دي.

په دې ورستیو کې په کندهار کې یو شمیر یوټیوبرانو هم ازادي اډیو سره خبرو کې وویل چې د امر بالمعروف ریاست ځايي مسوولینو یې په کار او فعالیت بندیز لګولی دی.

نوري فایبر هغه کیبلي انټرنیټ دی چې افغانستان له پنځه ګاونډیو هیوادونو سره نښلوي.

د راپورونو پر بنسټ افغانستان ته د نوري فایبر د کیبلونو غځول په ۲۰۰۷ کال کې ۸۷ میلیونو ډالرو په ارزښت پیل شول.

که څه هم په لومړۍ سر کې د افغانستان لوی ښارونو ننګرهار، کابل، مزار، هرات او بلخ ولایتونو ته دا کیبلونه وغځول شول خو اوس مهال د دې هیواد ۲۶ ولایتونه د دې انټرنیټ په مټ سره نښلول شوي دي.

د نوري فایبر اصلي مرکزونه په امریکا، چین، جرمني او یو شمېر نورو هیوادونو کې دي او د سمندر له لارې کیبلونو په وسیله نورو هیوادونو ته غځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG