د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۵

د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز د مرسته کوونکو مېرمنو ژوند اغیزمن کړی دی


له افغانانو سره د ملګروملتونو د مرستو یوه برخه چې ښځو دنده پکې لرله
له افغانانو سره د ملګروملتونو د مرستو یوه برخه چې ښځو دنده پکې لرله

د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو په کار کولو د طالبانو د حکومت بندیز ډیری دا ښځې د خپل راتلونکي او برخلیک په اړه اندیښمنې کړي دي.

هغه ښځې چې له کلونو راهیسې یې د دغه سازمان په بېلابېلو څانګو کې د کارکوونکو او قراردادیانو په توګه د مرستو رسولو کې مهم رول لوبولی اوس اړې دي چې له کوره کار وکړي.

له دې ډلې دوو ښځینه کارکوونکو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله د دوی نومونه، هغه څانګه چې دوی په کې کار کوي او د ولایتونو نومونه یې په راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل“د همدې میاشتې په پیل کې کله چې مو غوښتل دفتر ته ننوځو، (طالبانو) د دفتر د دروازې مخې ته موږ ته وویل چې دننه نه شئ تللی، وروسته له دفتره موږ ته زنګ راغلی چې باید له کوره کار وکړئ، اوس له کوره کار کوو، خو نه پوهېږم چې دا وضعیت به تر کله دوام ولري.”

د ملګروملتونو یوې بلې کارکوونکې مېرمنې هم آزادۍ راډیو ته وویل“دفتر موږ ته ویلي چې له کوره کار وکړئ، نه پوهېږم چې دا ستونزه به تر کله دوام وکړي، خو اندېښمنه یم چې که دفتر مو له دندې لرې کړي او نه شو کړای چې کار وکړو څه ډول به د کور مصارف چمتو کړو.”

دوی وړاندې زیاته کړه ”سربېره په دې چې د دې سازمانونو په ټولو فعالیتونو کې د افغان ښځو فعال ګډون او شتون، په ځانګړې توګه د بشري مرستو په برخه کې حیاتي او اړین دی.”

د م. م په اړوندو ادارو کې د مېرمنو پر کار بندیز، هغه ښځې اغیزمنې کړي چې افغانانو ته به یې مرستې رسولې.

دا په داسې حال کې دی چې مخکې هم د ملګرو ملتونو یو شمیر چارواکو په بشري فعالیتونو کې د افغان ښځو د شتون پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د یوناما دفتر د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۱مه) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې طالبانو د سپتمبر په ۷مه په کابل کې د دوی دفترونو ته د ښځینه افغان کارکوونکو او قراردادیانو د ننوتلو مخه نیولې وه، او دا بندیز وروسته د طالبانو چارواکو لخوا په لیکلي او شفاهي ډول په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو ساحوي دفترونو ته وغځول شو.

د یوناما په ټکو، طالبان په کابل، هرات او مزار شریف ښارونو کې د ملګرو ملتونو تاسیساتو ته د ننوتلو په دروازو کې شتون لري ترڅو دا بندیز پلي کړي.

یوناما زیاته کړې چې د دې جدي ګډوډۍ په غبرګون کې دغه دفتر او نورو ادارو، صندوقونو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پروګرامونو د کارکوونکو د ساتنې او د دوی د اصولي او اړینو کارونو د دوام لپاره د ممکنو انتخابونو د څېړلو لپاره لنډمهاله عملیاتي تعدیلات پلي کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د روان کال په می میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې لسګونو ښځینه کارکوونکو ته د دوی د کار له امله د نامعلومو کسانو لخوا د مرګ ګواښونه شوي دي.

د هغه په خبره، دې مسلې یوناما دې ته اړ کړې چې د دې میرمنو د خوندیتوب لپاره لنډمهاله اقدامات وکړي.

دفتر موږ ته ویلي چې له کوره کار وکړئ، نه پوهېږم چې دا ستونزه به تر کله دوام وکړي.

خو د یوناما د معلوماتو له مخې، طالبانو هغه مهال ویلي وه چې د دوی ځواکونه د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د مرګ ګواښونو کې ښکیل نه وو او د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت د دې موضوع په اړه څېړنه کوي.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ګډون مختلفو ادارو راپور ورکړی وه چې د طالبانو حکومت د مرستو په رسولو کې مداخله کړې او په مرستندویه فعالیتونو کې یې د ښځو د ګډون محدودولو سربېره یې پر دوی فشار زیات کړی دی.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د تعلیم، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو لګولو سربیره، په ډیری دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې له کار کولو راګرځولي دي.

XS
SM
MD
LG