په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې د څلورو پرله پسې کلونو لپاره د افغانستان نه استارولۍ دغه هیواد په نړیواله کچه له دوامدارې انزوا سره مخ کړی دی.
یوه افغان زده کوونکي په جاکارتا کې د لسګونو هیوادونو د اختراع کوونکو تر منځ د سرو زرو مډال ګتلی دی. دا ځوان چې عدنان خطیبي نومېږي د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دی، په ایران کې لوی شوی او هلته زده کړې کوي.
یوشمېر ډیپلوماتیکې سرچینې وایي، افغانستان ته د کډوالو له اخراج سره همهاله ممکن د داعش خراسان څانګه پیاوړې شي. فرانس پریس د اروپایي ټولنې او ملګرو ملتونو د سرچینو په حواله دغه راپور داسې مهال ورکړی چې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د کډوالو اخراج په بي ساري ډول روان دی.
له ایرانه د جبري ایستلو د بهیر له چټکېدو او ورځ بلې ته پر افغان کډوالو د محدودیتونو لګولو سره هم مهاله، په دغه هېواد کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره زرګونه افغان کډوال ماشومان ښوونځیو ته له تګ پاتې شول.
د کابل د مکروریانونو یو شمیر اوسېدونکي وايي، په عمومي نلونو کې اوبه کمی دي، په عادي ډول ترې نشي برخمن کیدای او د واټرپمپ په وسیله هم ورته هر مهال د اوبو اخیستلو اجازه نشته. دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې د دوی ستونزو ته پام وکړي.
«سېف د چلډرن» په یو تازه خپور کړي راپور کې د اندېښنې په ځرګندولو ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله روغتونونو ته د غځېدلو لارو له بندېدو وروسته، ډېری ماشومان به په خیمو کې زېږېږي.
ننگرهار کې د طالبانو حکومت د والي مطبوعاتي دفتر وایي چې د سې شنبې د ورځې، د میزان د لومړۍ نېټې د ماسپښین ورسته زلزله کې ۱۵ کسان ټپیان شوي دي. دغې ادارې په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې ټپیان حوزوي روغتون ته انتقال شوي او روغتیایي حالت یې د قناعت وړ دی.
ملګري ملتونه وايي، د اشاریی ژبو نړیواله ورځ د ژبني هویت د ساتنې او دغه شان د کڼو او ګونګیانو د ملاتړ یو ځانګړی فرصت او فرهنګي رنګارنګي ده. خو په افغانستان کې د دغه معلولیتونو درلودونکو یو شمیر کسانو د کورنۍ غړي او استادان وایي، دا مهال د ګڼو نورو ننګونو تر څنګ له ښوونیزو ستونزو سره مخ دي.
نور راوښيه