د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۰

خلک د بریښنا له نشتوالي شکایت کوي؛ د طالبانو حکومت د بریښنا د تولید د پنځه کلن پلان د منظوریدو خبر ورکوي

د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي د بریښنا له نشتوالي شکایت کوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې کلیو او ولسوالیو ته هم برښنا ورسوي.

د هلمند د بست کلا یو اوسیدونکی ندا محمد اڅکزی وايي، تر اوسه یې کورنو ته هم د برښنا مزي ندي غځېدلي خو تمه لري چې یوه ورځ یې دا هیله پوره شي. ده ازادي راډیو ته وویل: "۹۵ تر ۹۶ فیصده د هلمند ولسونه برق نه لري، برق ولسوالیو او اطرافو ته نه دی غځېدلی، ان د قعله بست سیمه چې یوه لرغونې او با نفوسه سیمه هم ده او د لښکرګاه ښار له مرکز څخه په اووه کیلو مټرۍ کې پرته ده، دا هم بې برقه ده او برق نه لري. "

مونږ سولرې لګولي دي او د سولرو پکي ته ناست یو، ګرمي هم بیخي زیاته ده

د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبیدالله هم ورته خبره کوي وايي،خلک نور ناهیلي شوي او خپله یې د خپل وس مطابق سولري برښنا ځانته برابره کړې ده: " بتي کوټ کې دلته کلي کې اوسېږو، مونږ سولرې لګولي دي او د سولرو پکي ته ناست یو، ګرمي هم بیخي زیاته ده، ۴۴ درجې ګرمي ده. "

د یادونې ده چې ډیری کسان د اقتصادي ستونزو له امله د سولري برښنا د برابرولو وس هم نه لري.

تېره اوونۍ یو شمیر کابل ښاریانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د پرچاویانو له زیاتېدو شکایت وکړ او ویې ویل چې دوی په ګرمه ځپه کې هم په ساعتونو ساعتونو برښنا نه لري، چې له امله یې هغوی چې په اپارتمانونو کې اوسېږي بې اوبو شوي هم دي.

د طالبانو مشر د دوی د حکومت له خوا د برښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړی

دا شکایتونه داسې مهال دي چې تازه، د طالبانو مشر د دوی د حکومت له خوا د برښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړی، چې د برښنا د تولید د یو شمیر پروژو یادونه هم په کې شوې ده.

د طالبانو تر کنترولا لاندې ملي راډیو تلویزیون په ټکو، دا پلان مخکې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و.

په خبر کې راغلي چې، په دې پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي.

ویل شوي چې د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به هم اتکا راکمه شي.

د راپورونو پر بنسټ افغانستان دامهال د خپلې اړتیا اتیا سلنه برښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه تاجېکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کوي چې کله ناکله د تخنیکي او طبیعی عواملو له کبله پرې شي او خلک له ډېرو پرچاویو په ځانکړي ډول په ژمي او دوبي کې سرټکوي.

د برښنا د برخې یو شمیر انجیران وايي، په افغانستان کې د برښنا ستونزې د هواري لپاره باید انرژیکي منابع انکشاف وکړي او د وارداتي برښنا پر ځای تولیدي منابع رامنځته شي.

له دې ډلې انجنیر ګلاجان حیران ازادي راډیو ته وویل: "انرژیکي منابع چې لرو د هغې عدم انکشاف، مثلاً د باد، سکرو، ګازو او سولر په برخه کې ډېر انکشاف نه دی راغلی، توجه نه ده شوې، بل په دغه شلو کلونو کې هیڅ د تولید نوې منبع منځته رانغله، تر څو چې یو سم منظم علمي منجمنټ منځته رانشي او سمه پلان ګذاري ونشي، فکر کوم چې دا مشکل به دوام لري. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برښنا شرکت وخت په وخت د برښنا د تولید په برخه کې د یو شمیر لویو او وړو پروژو د تړونونو خبره کړې ده.

دغه شرکت تازه د چنګاښ په یولسمه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، یو ترکي شرکت غواړي چې افغانستان کې له خځلو څخه د برښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.

په خبر کې راغلي، چې د ( NKY ) په نوم یاد شرکت د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې د برښنا په برخه کې د پانګونې تجربه لري.

مخکې د تېر کال په سلواغې میاشت کې د برښنا شرکت او افغان سوداګر میرویس عزیزي تر منځ د ۸۴۵ میګاواټه برښنا د تولید د ۵ پروژو تړونونه لاسلیک شوي وو چې د برښنا شرکت په ټکو ظرفیت یې ګاونډیو هیوادونو څخه د وارداتي برښنا له کچې سره تقریباً برابر دی.

برښنا شرکت دا هم ویلي وو، چې په دغو پروژو ټولټال ۴۶۳ ملیونه ډالر لګښت راځي او له ۲- ۳ کلونو موده کې به بشپړې شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG