د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۰

د اسلامي همکاریو د ښځینه وزیرانو کنفرانس د ښځو په پياوړتیا خبرې کوي؛ خو افغان نجونې له ثانوي او لوړو زده کړو محرومې دي

اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو ناسته
اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو ناسته

اسلام آباد یکشنبه او دوشنبه د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو د نهمې ناستې کوربه دی چې د ښځو په ځواکمنتیا خبرې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو شاوخوا ۱۹۰ استازې چې پکې اکثر ښځینه وزیرانې او چارواکې شاملې دي دې دوه ورځنۍ غونډې ته وربلل شوي.

د ناستې تر پيل مخکې د پاکستان د قانون، عدلیې او بشري حقونو وزیر اعظم نذیر تارړ وویل:

د اوسني کنفرانس موضوع دا ده چې څنګه موږ کولی شو ښځو ته په ټولنه کې ښه رول ورکړو
د پاکستان د قانون او عدالت وزیر اعظم نذیر تارړ

ښاغلی تارړ زیاتوي: «په دې هم بحث کوو چې په ټولنه کې د ښځو د رول د زیاتولو په عملي لارو چارو کار وکړو. موږ به د ښځو د پرمختګ لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د عمل پلان په پرمختګ هم بیاکتنه وکړو.»

د تارړ په خبره راتلونکي دوه کاله به پاکستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ښځو د وزیرانو د ناستې او څانګې مشري په غاړه ولري.

اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو د ناستې یوه برخه
اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځینه وزیرانو د ناستې یوه برخه

د دې غونډې په درشل کې د اسلامي همکاریو سازمان د ټولنیزو اړیکو مرستیال طارق علي بخیت ویلي چې: «د اسلامي نړۍ د پرمختګ، انعطاف او سوکالۍ لپاره د ښځو پیاوړتیا اړینه ده».

او آی سي سازمان په خپل بیان کې هم زیاته کړې سږ کال په داسې یوې تګلارې کار کوي چې په مټ به یې د مسلمانو ښځو د تعلیم ملاتړ وشي او هم به یې د تعلیمي ظرفیتونو د لوړولو او په غړو هېوادونو کې د ښځو په ځواکمنتیا او ونډې جوړولو غور کېږي.

د اسلامي همکارۍ سازمان لسګونه ښځینه چارواکې او نور مشران داسې وخت د افغانستان ګاونډ کې سره راغونډ شوي چې افغان ښځې او نجونې تر ډېره له خپلو اساسي حقونو محرومه دي.

افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان غړی دی. معلومه نه ده چې د ښځو په اړه دغه کنفرانس ته له افغانستانه څوک ور بلل شوي ځکه د طالبانو په حکومت کې کومه ښځه مسووله نشته. د طالبانو حکومت د پخواني جمهوري نظام د وخت د ښځو وزارت په بشپړه توګه حذف او ودانۍ یې د امر باالمعروف وزارت ته وسپارله.

دا چې په داسې شرایطو کې د او آی سي سازمان تر کومه بریده د افغان ښځو ملاتړ ته زمینه برابرولی شي د ښځو د حقونو فعاله او په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیر شینکۍ کړوخیل یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

موږ چې د افغان مېرمنو دا ژوند ګورو تقریباً پنځه کاله راهیسې او د اسلامي ممالکو خاموشي او صرف په یوه کنفرانس ځان ته برائت ورکول نو ځکه دا ناسته هم د افغان مېرمنو په ژوند باندې کوم اغېز نه شي درلودلی.
کاناډا کې پخوانۍ افغان سفیره او د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخیل

مېرمن شینکۍ زیاتوي: «هر څه چې افغانې مېرمنې سره کېږي هغه د اسلام او شریعت تر نوم لاندې کیږي. د اسلامي ممالکو دا مسوولیت جوړېده چې واقعاً په هغه اساس چې دوی په افغان مېرمنو باندې دا محدودیتونه وضع کړي د هغې په اساس باید خپل غږ پورته کړی وای.»

شینکۍ کړوخېل
شینکۍ کړوخېل

د دې په خبره د اسلامي هېوادونو چارواکي په تېره ښځینه مسوولانې باید نور سیاست او شعارونه یو خوا پرېږدي او په عملي لارو چارو فکر وکړي څو د افغان ښځو د حقونو د تامین لپاره د طالبانو پر حکومت فشار راولي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا لري چې د ښځو حقونه یې د شریعت په چوکاټ کې تامین کړي خو دوی نږدې پنځه کاله مخکې په بیا واکمنېدو سره په لومړنیو اقداماتو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو او ورپورته له پوهنتونه منع کړې.

همدارنګه د طالبانو حکومت تر ډېره بریده په نادولتي دفاترو او موسسو کې د افغان مېرمنو د کار مخه نیولې ده.

په دې سربېره د طالبانو حکومت ښځې په پراخه کچه له ورزش، ټولنیزو فعالیتونو او ازاد تګ راتګ منع کړي.

سره له دې چې د اسلامي همکارۍ سازمان هر کال د ښځو د پياوړتیا په پار غونډې جوړوي خو لا په دې نه دی توانېدلی چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د تامین لپاره طالبان نرمښت ته راوبلي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG