د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۱

له پاکستان سره چې ټولې لارې تړل شوي، ایا هغه هیواد ته د خلکو د تیریدو کومه بله لاره هم شته؟

یو شمېر افغانان وایي، سره له دې چې له پاکستان سره د تګ راتګ هر ډول لارې د عادي مسافرو پر مخ تړلې دي، خو ځینې کسان د پیسو په بدل کې د سپین بولدک ـ چمن له لارې د اوښتو اجازه ترلاسه کوي.

د کونړ ولایت یو اوسېدونکی شکر الله وایي یوه لور یې سخته ناروغه ده او د درملنې لپاره اړتیا لري چې پاکستان ته یې بوځي خو لارې بندې دي او دومره یې پیسې هم نه لري چې په ناقانونه توګه یې پر پوله واړوي.

په دې چمن لاره چې ځئ خامخا به پیسې ورکوئ، ځکه چې هلته پیسې ور نه کړئ تېرېدل ډېر سخت دي

هغه ازادي راډیو ته وویل چې ډېری هغه کسان چې پیسې لري د سپین بولدک - چمن له لارې له ویزو پرته تللی شي: “افغانان چې شدید ناروغان لري، مجبور دي چې یو لک روپۍ ورکړي، دوه لکه هم ورکوي، دغو ستونزو سره مخ یو، په دې چمن لاره چې ځئ خامخا به پیسې ورکوئ، ځکه چې هلته پیسې ور نه کړئ تېرېدل ډېر سخت دي، او خلک اړ دي چې د تګ راتګ لپاره پیسې ورکړي، خو هلته (پاکستان) کې بیا ډېرو سختو ستونزو سره مخ کېږي، وهل ډبول کېږي، زندانونو ته بیول کېږي.”

دی وایي په افغانستان کې دننه یې د لور درملنه شونې نه ده او وړاندې یې پاکستان کې د ډاکتر وخت هم اخیستی دی.

دې لاره کې هغو کسانو ته چې لغړیان ورته وایي، طالبانو او هلته مېلشو ته پیسې ورکوي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم وویل چې نه یوازې ناروغ لرونکي افغانان بلکې د دوی اکثریت کلیوال چې پاکستان کې یې کورنۍ او کاروبارونه دي هم د پیسو په وسیله له دې لارې تېرېږي: “زموږ د وطن (سیمې) خلک مکمل پاکستان ته ځي، هلته چې په سیم خاردار واوړي، پیسې ترې اخلي، کله کله هلته چې مزدوري وکړي چې بیا بېرته راګرځي د پاکستان پوځيان یې ونیسي چې هغه پیسې یې ګټلي هغه ترې واخلي، همداسې لس پنځلس کسان مو چې په سیم خاردار اوښتي، دې لاره کې هغو کسانو ته چې لغړیان ورته وایي، طالبانو او هلته مېلشو ته پیسې ورکوي، چې ولاړ شي، هلته خوارۍ او تکلیفونو سره لاس او ګرېوان وي، چې بېرته بیا راځي هماغه کیسه وي چې پیسې ترې اخلي.”

د دوی په وینا، په دغه ډول د تګ راتګ لګښتونه لوړ دي او ډېری بېوزله کورنۍ یې د ورکولو توان نه لري.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، هم ازادي راډیو ته وویل چې هغه افغانان چې شدید ناروغان لري، نورو هېوادونو ته د خپلو کډوالۍ دوسیو پروسس لپاره او بېلابېلو نورو دلایلو له امله پاکستان ته یې تګ ضروری دی، نه یوازې د سپین بولدک - چمن لاره کې لکونه پاکستانۍ روپۍ ورکوي، بلکې په خبره یې په تور بازار کې د دغه هېواد د ویزو بیې هم زرګونو ډالرو ته رسېدلي دي.

د قانوني لارې د بندېدو له امله د ویزو تور بازار هم تود شوی دی

ده زیاته کړه: “هغه کسان چې د زړه، معدې، ګردو، د وینې سرطان او نورې جدي ناروغۍ لري، او افغانستان کې یې درملنه ممکنه نه وي، سختو ستونزو سره مخ دي، همدارنګه هغه کسان چې د اسلام اباد له لارې نورو هېوادونو ته قانوني لارې چارې لټوي، هغوی هم اغېزمن شوي دي، د قانوني لارې د بندېدو له امله د ویزو تور بازار هم تود شوی دی چې د هرې ویزې له ۱۶ سوو تر ۲ زرو ډالرو پورې بیه ده، بلخوا یو شمېر خلک د سپین بولدک - چمن له لارې په ناقونونه توګه اوړي چې له هر اوښتونکي کس نه له یو تر یو نیم لک کلدارو اخیستل کېږي.”

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د سیمه‌ ییزو چارواکو او د پاکستاني چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو د راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې او تماسونه ځواب نه کړل.

ځینو افغانانو چې وایي د سپین بولدک - چمن له لارې پاکستان ته اوښتي، د اسنادو په شریکولو ویلي چې په دغه لاره کې پاکستاني ملېشو او د طالبانو ځایي سرتېرو د هر کس پر سر ترې له ۷۰ زرو پاکستاني روپیو نیولې تر یو نیم لک روپۍ اخیستي دي.

خو ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی.

د یادونې ده چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره د افغانستان لارې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ له نښتو وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا بندې شوي دي.

خو وروسته بیا د طالبانو حکومت د دې لارو له بیاپرانیستو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا لارې به یوازې هغه مهال خلاصې شي چې پاکستان دا تضمین ورکړي چې بیا به یې په سیاسي دلایلو او ستونزو نه بندوي.

اوس مهال له پاکستانه د تورخم او چمن - سپین بولدک له لارو یوازې افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول کېږي خو د افغانستان له لوري هغه هېواد ته هر ډول تګ راتګ بند دی چې نه یوازې یې ناروغ لرونکو، بلکې هېواد ته د کډوالۍ د کېس لرونکو او هغو افغانانو لپاره چې هلته یې د کورنۍ غړي او خپلوان اوسېږي، ستونزې جوړې کړي دي. پردې سربیره د لارو بندیدو د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو خواوو سوداګرو ته د ملیونونو ‌ډالرو زیان هم اړولی دی.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG