د کرکټ نړیواله شورا ICC به پرهغې سپارښتنې غوروکړي چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم د په رسمیت پیژندلو او ملاتړ لپاره د دې شورا د ښځو د کرکټ د کمیټې مشرې کلیرکانر له خوا وړاندې شوې ده. د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم یوشمیرغړو چې په آسترالیا کې اوسي په دې وروستیو کې هڅې تیزې کړي چې د کرکټ نړیواله شورا ICC دې ورته اجازه ورکړي چې د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
تمه کیږي چې د کرکټ نړیواله شورا په جلاوطنۍ کې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې د مالي ملاتړ موده هم وغځوي.
تیرکال د انګلستان، آسترالیا اوهند د کرکټ بورډونو، د کرکټ له نړیوالې شورا ICC سره په ګډه یو پروګرام اعلان کړچې هدف یې له هیواده بهرد افغان ښځینه کړکټرانو ملاتړو. هغوی چې په ۲۰۲۱ کال پرافغانستان د طالبانو له بیا واکنمیدو وروسته له هیواده وتلي او آسټرالیا ته کډوالې شوې دي.
د دې ټیم غړیو چې په دې وروستیو کې بریتانیا ته تللي، د کرکټ د نړیوالې شورا له یوشمیرمسولینو سره په لیدنو کتنو کې هم خپله دا غوښتنه راپورته کړې ده. افغان ښځینه کرکټ لوبډلې، په بریتانیا کې په یوشمیرلوبو کې پرګډون سربیره د ښځو د شل اوریز نړیوال جام پایلوبې هم له نژدې کتلي دي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړو د تیرې میاشتې په وروستیو کې د کرکټ له نړیوالې شورا ICC وغوښتل چې ورته اجازه ورکړي چې د افغانستان په استازیتوب نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي.
د دې ټیم غړې شفیقه خان چې اوس د اسټرالیا په کانبیرا کې اوسي اې بي سي نیوز ته ویلي و چې ICC دې د فوټبال د نړیوال فدراسیون، فیفا په څیرچې له هیواده بهر د افغانستان د فوټبال ښځینه ټیم ته یې اجازه ورکړې، د دوی د کرکټ ټیم ته هم اجازه ورکړي چې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ولوبیږي. هغې ویلي، د فیفا پریکړې ډیرو افغان ښځو ته له دې پرته چې دوی چیرې ژوند کوي، ډیرې هیلې ورکړي چې کولای شي د خپل هیواد استازیتوب وکړي او هغه څه تعقیب کړي چې ورسره علاقه لري.
دوی د هغو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش حق نه لري
د لوبډلې یوې بلې غړې اکیل لطیفي ویلي، دوی د هغو افغان ښځو استازیتوب کوي چې په خپل هېواد کې د ورزش حق نه لري. هغې هیله څرګنده کړه چې یوه ورځ به افغان ښځینه کرکټ لوبډله بېرته تر خپل ملي بیرغ لاندې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
افغان ښځینه کرکټرانود روانې چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلس سره ولیدل او هغه هم د دوی ملاتړ څرګند کړ.
د بي بي سي د سپورټ څانګې د شنبې په ورځ د جولای په ۱۱ په یوه راپورکې وویل چې د افغان ښځینه کرکټ ټیم د ملاتړد کاري ډلې مسولې
په اډینبرا ښارکې د کرکټ د نړیوالې شورا د کلني کنفرانس په څنډه کې غونډه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې دغه پروژه دې دوام ومومي.
د راپورله مخې د ICC مرستیال عمران خواجه به دغه سپارښتنه چې د انګلستان او ویلز د کرکټ بورډ، د آسترالیا د کرکټ شورا او د هند د کرکټ د کنټرول بورډ چارواکو یې ملاتړکړی، د شنبې د ورځې ناوخته د بورډ رسمي غونډې ته وړاندې کړي.
ویل کیږي چې ښایي دا ژمنه تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځول شي
د راپورله مخې د بورډ په غونډه کې به پردې بحث وشي چې د افغان ښځینه کرکټ لوبډلې مالي ملاتړ ترکله دوام وکړي خو ویل کیږي چې ښایي دا ژمنه تر ۲۰۳۲ کال پورې وغځول شي. خو دا نده څرګنده د دغې لوبډلې د نړیوال مشروعیت په اړه به کومه پریکړه وشي او کنه.
په هغه سند کې چې د کرکټ بورډ به پرې بحث کوي، دا وړاندیز هم شامل دی چې د کرکټ نړیواله شورا دې دغې لوبډلې ته اجازه ورکړي چې په رسمي ډول نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه ټیم غړې هم هیله لري چې که نړیوال مشروعیت ورکړل شي نو به وکولای شي لکه د افغانستان د نارینه وو کرکټ ټیم په څیرچې په وروستیو کلونو کې ډیرښه ځلیدلی، په نړیوال ډګر کې د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د نجونو او ښځو پروړاندې د دوی د سختو پالیسو په ترڅ کې چې ښځې یې د ټولنې په ډیرو برخو کې له فعال ګډون څخه منعه کړي، ښځې یې له ورزش کولو هم راګرځولې دي.