د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۱

طالب چارواکي د ښځو د حقونو په اړه اندیښنې بې ځایه بولي، خو ښځې دا ادعا له واقعیته لرې ګڼي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان -ومن) هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وه، افغانستان ته ستنې شوې ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر خپله ایکس پاڼه د یو غږیز پیغام په خپرولو دا راپور "بې بنسټه، غیر مسؤلانه او سیاسي" بللی دی.

نوموړي ادعا کړې چې په افغانستان کې ښځې له خپلو شرعي او قانوني حقونو او د خپل عزت، عفت او کورني امنیت له بشپړ تضمینه برخمنې دي"د اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د ښځو د کرامت، عزت او مشروع حقونو ساتنه خپل دیني او ملي مسؤلیت ګڼي او د همدې موخې لپاره یې په تیرو څلورو کلونو کې مهم اقدامات کړي دي، په افغانستان کې هیڅ داسې وضعیت نشته چې د ملګرو ملتونو د غلطو انځورونو او تبلیغاتو سره برابر وي."

خو یو شمېر افغان ښځې او نجونې وايي چې دا ادعاوې د دوی د ورځني ژوند له واقعیتونو ډېرې لرې دي ځکه په خبره یې، د دې ترڅنګ چې دوی د زده کړو، کار او په ټولنه کې له ازاد حضور او تګ راتګه محرومې شوي دي، ورځ بلې ته زیاتیدونکو محدودیتونو پرې ژوند نور هم ستونزمن کړی دی.

که څه هم ما بشپړ حجاب اغوستی و، خو دا چې نارینه راسره نه وه، ومې نه شو کړای چې موټر ته پورته شم
د کابل یوه اوسیدونکې

له دې ډلې یوې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې دې ته اجازه نه ورکول شوې چې له نارینه محرم پرته ټکسي ته پورته شي"زه ده افغانانو کې وم چې موټر چلوونکی یې وهلي وه چې ښځې له محرم پرته انتقال نه کړي، د هغوی موټرونه خالي وو، خو ښځې یې له محرم پرته نه وړلې، که څه هم ما بشپړ حجاب اغوستی و، خو دا چې نارینه راسره نه وه، ومې نه شو کړای چې موټر ته پورته شم، زه هلته له څلورو تر شپږ نیمو بجو پورې پاتې شوم، تر هغه چې یوه ښځه د خپل میړه او کوچني ماشوم سره زما سره یوځای شوه او زه وتوانیدم چې له دوی سره کور ته ولاړ شم."

یوې بلې نجلۍ هم چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، و یې ویل چې دا محدودیتونه ان ترې دې حده د ویرې او رواني ناامنۍ لامل ګرځېدلي، چې په خبره یې دوی حتی له کوره د وتلو جرئت نه کوي"د ښځو د ژوند فضا نه باید دومره تنګه شي چې ان له خپل سیوري ووېرېږي،له هرچا او هرڅه ویره ولري؛ ځکه چې ممکن په رواني ناروغیو اخته شي او کورنۍ ستونزې پیدا کړي، پر ښځو نه باید دومره ظلم وشي چې له کور وتلو څخه ویره ولري او په کور کې بندیانې شي."

پر ښځو نه باید دومره ظلم وشي چې له کور وتلو څخه ویره ولري او په کور کې بندیانې شي
د کابل اوسیدونکې

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د اګست په ۷مه په یوه راپور کې ویلي وه چې هغه افغان ښځې او نجونې چې بیرته هېواد ستنې شوي دي له بې وزلۍ، د کم عمر ودونو، تاوتریخوالي او پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره بیړني اقدامات وکړي.

سره له دې چې طالبان تل د اسلامي شریعت په چوکات کې د ښځو او نجونو د حقونو د برابرولو ادعا کوي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسیدو وروسته یې، دوی له خپلو بنسټیزو حقونو لکه له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونو کې له تعلیم، ټولو غیر دولتي او ځینو دولتي ادارو کې له کاره راګرځولي او دغه راز یې د دوی په سیاسي، ټولنیز او کلتوري ګډون هم محدودیتونه لګولي دي.

له دې سره، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون، چې د ۲۰۲۴ کال په اګست کې خپور شو، د ښځو د ټول بدن د پوښلو تر څنګ د دې قانون د متن له مخې، "د فتنې د وېرې له امله" یې د مخونو پټول هم الزامي شوي دي.

دې قانون کې حتی د ښځې غږ "عورت" ګڼل شوی او په کې راغلي چې ښځې اجازه نه لري چې په لوړ غږ سندرې یا نعت ووایی او حتی په لوړ غږ د قرآن کریم تلاوت کول هم ورته منع دي.

که څه هم دا قانون او د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه له پراخو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، خو دوی لا تر اوسه پرې بیا غور نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG