د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۷

جولای میاشته کې ۳ زره افغان میرمنو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې


افغان کډوال جرمني کې، ارشیف
افغان کډوال جرمني کې، ارشیف

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فدرال ادارې (بي. اې. ام. اف) اعلان کړی چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو افغان میرمنو شمیر په بې ساري ډول لوړ شوی دی.

د جرمني اونيزې خپرونې(شپيګل) د پنجشنبې په ورځ د اګست په ۷مې د دغې ادارې په حواله راپور ورکړی چې يوازې د روان کال په جولای مياشت کې څه باندې۳ زرو افغان ښځو جرمني سره خپل د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي چې شمېر یې د تېرې مياشتې په پرتله دوه چنده زیات دی.

یوه افغان میرمن چې په جرمني کې په یوه کمپ کې اوسیږي وايي، د روان کال په جون میاشت کې یې د دغه هیواد د کډوالو له ادارې د پناه غوښتنه کړې وه، خو په خبره یې غوښتنلیک یې رد شوی او اوس په سخت وضعیت کې ژوند کوي.

هسپانيا ته راغلم، په هسپانيا کې چې زما ذهني حالت ښه نه و، مجبوره شوم چې جرمني ته راشم، دلته مې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه مې رد شوه
جرمني کې یوه افغان پنا غوښتونکې

نوموړې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ادعا کوي چې د طالبانو د یوه غړي د ګواښ له امله چې غوښتل یې له دې سره جبري واده وکړي، له خپلې خور سره له افغانستانه وتلې ده."د طالبانو د ګواښ له امله مجبوره شوم چې پاکستان ته ولاړه شم، د هسپانيا سفارت ته مې غوښتنلیک ورکړ ، ومنل شو، ویزه یې راکړه او هسپانيا ته راغلم، په هسپانيا کې چې زما ذهني حالت ښه نه و، مجبوره شوم چې جرمني ته راشم، دلته مې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه مې رد شوه، دلته ډېر بد حالت کې یو، زموږ روحي حالت اصلاً ښه نه دی، جرمني پوهېږي چې افغان ښځو ته هېڅ چېرې ځای نشته او هڅه دې نه کړي چې موږ بیا رد کړي."

یوه بله افغان ښځینه فعاله چې دا مهال په افغانستان کې اوسېږي وايي، د خپلو مدني فعالیتونو او د طالبانو د ګواښونو له امله یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

دې هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پناه غوښتنې بهیر یې ۹۰ سلنه بشپړ شوی خو په خبره یې، اوس یې پروسه درول شوې او جرمني ته د لېږد په تمه ده."ما د (نو ریپلي) په نوم د بریښنالیک له لارې چې یوازې د ښځو لپاره و، د پناه غوښتنه وکړه، یوازینی دلیل چې ما پریکړه وکړه چې له افغانستانه ووځم همدا د ویرې او وحشت ډک ژوند دی، داسې ژوند چې له کور وتلی نه شو، په کور کې بندیان یو، د یو داسې مرغه په څېر چې اوبه او ډوډۍ ورته رسېږي خو د فعالیت ، ازادۍ، تعلیم او کار کولو حق نه لري، هېڅ هم نشته، فعلا موږ په کورني زندان کې اوسېږو."

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فدرالې ادارې (بي اې ام اف) تازه اعلان کړی چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو افغان میرمنو شمیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د جرمني (شپيګل)اونيزې د پنجشنبې په ورځ د اګسټ پر ۷مه د دغه ادارې په حواله راپور ورکړی چې يوازې د روان کال په جولای مياشت کې څه باندې ۳زرو افغان ښځو جرمني کې د پناه غوښتنې ثبت کړي، هغه شمېره چې د تېرې مياشتې پرتله دوه چنده زیاته ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۹زره او ۵۹۳ افغان مېرمنو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې نیمايي یې هغه مېرمنې دي چې پخوا یې په جرمني کې استوګنه درلوده او اوس یې د بیا کتنې یا د نوي ملاتړ وضعیت غوښتنه کړې ده.

د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقوقي وضعیت په ځانګړې توګه په ټکو یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ناورین تر بریده بدتره شوی، او د دې ادارې په ټکو طالبانو په سیستماتیک او بنسټیز ډول ښځې له عامه ژونده لرې کړې دي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې تل رد کړي او ادعا یې کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي دي.

شپیګل د دې ادارې په حواله راپور ورکړی چې د غوښتنلیکونو د زیاتوالي له اصلي لاملونو یو یې د ۲۰۲۴ کال په مني موسم کې د اروپایی ټولنې د عدالت محکمې (سي جې اې یو) له پریکړې سره تړاو لري.

دې محکمې اعلان کړی و چې ښځې په افغانستان کې په ټولیزه توګه تر سیاسي څار لاندې دي، هغه موضوع چې د جرمني د کډوالو دفتر په خبره، د پناه ترلاسه کولو چانس د پام وړ کچې ته زیاتوي.

د اروپا د عدالت محکمې د ۱۴۰۳ کال په میزان میاشت کې پریکړه وکړه چې د اروپایي ټولنې یو هیواد لخوا افغان میرمنو ته د پناه ورکولو لپاره د هغوی تابعیت او جنسیت کافي دی.

ګڼ شمېر افغان ښځو او نجونو له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د دوی د حکومت له خوا د کار، زده کړو، تفریحي پارکونو، ورزشي لوبغالو او له محرم پرته د تګ راتګ د بندیزونو له امله له افغانستانه وتلي او د جرمني په ګډون یې په بېلابېلو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG