د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۲

خیبرپښتونخوا کې د افغان سندرغاړو نامعلوم برخه لیک، وطن ته له ستنولو هم ویره لري


ارشیف
ارشیف

د  پاکستان د خیبر پښتنخوا ایالات په پېښور ښار کې میشت یو شمیر افغان سندرغاړي او موسیقي غږوږنکي د پاکستان له حکومت غواړي چې دوی په جبري ډول خپل هیواد ته ستانه نه کړي.

له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو په دغه هیواد کې میشت افغان سندرغاړي او موسیقي غږونکي هم اندېښمن کړي.

د پاکستان د خیبر پښتنخوا ایالات په پېښور ښار کې میشت یو شمیر افغان سندرغاړي چې د " پی اور ار " او " اې سي سي " د کډوالۍ کارتونه لري د دې هیواد له حکومت غواړي چې دوی او نور زیانګالي افغانان پرېږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي.

دوی وايي، که خپل هیواد ته ستانه شي وزګاره او ان ګواښ سره مخ کېدلای شي.

زمونږ ډیر هنرمندان په تشویش کې دي، او د تشویش خبره ځکه ده چې مونږ لپاره هلته په افغانستان کې ځای نشته
پاکستان کې افغان سندرغاړی

د دوی له ډلې یو سندرغاړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل" زمونږ ډیر هنرمندان په تشویش کې دي، او د تشویش خبره ځکه ده چې مونږ لپاره هلته په افغانستان کې ځای نشته، ځکه چې هغوی هنر ګناه بولي، مونږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو، له یو این ایچ سي ار نه، د پاکستان له حکومت نه چې مونږ سره همکاري وکړي او دلته راته د پاتې کېدو شرایط برابر کړي. "

پېښور کې میشت یو بل افغان سندرغاړی چې دا د " پی اور ار " کارت لري هم په ورته شرایطو ازادي راډیو ته وویل" مونږ سره باید رعایت وشی، مونږ خو هنرمندان یو، حکومت باید خپلې پالیسۍ کې تغیر راوړي، کم تر کمه هنرمندانو، ژورنالیستانو، لیکوالانو سره باید رعایت وشی. "

دا معلومات نشته چې پاکستان کې په څومره شمیر سره افغان سندغاړي او موسیقي غږونکي د کډوالۍ د کارتونو پر بنسټ اوسېږي.

د پاکستان حکومت له دې هیواده د بې اسناده او د " اې سي سي " کارتونو درلودونکو افغان کډوالو د اېستلو بهیر لا وخته پیل کړی خو تازه یې ویلي چې اګست به د " پی اور ار " کارتونو درلودونکو ته هم ورستۍ میاشت وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) له دې اعلان ورسته د چهارشنبې په ورځ (د اګست په شپږمه) په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت وغوښتل، د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې د اعلامیې په ټکو لا هم ملاتړ ته اړ دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم په همدې ورځ ویلي وو چې ډله ییزې او عجولانه ستنېدنې د خوندیتوب اړتیاوې زیاتوي او د بې ثباتۍ خطر لري.

د یادونې ده چې افغان سندرغاړي ځکه خپل هیواد ته ستنېدو اندېښمن کړي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته د موسیقۍ په غږولو او اورېدلو بندیز لګولی دی، ځکه دوی موسیقي حرام ګڼي.

پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز له امله ډیری هغه سندرغاړي او موسیقي غږونکي چې په دغه هیواد کې اوسېدل هم بیلابیلو هیوادونو ته کډه شوي او څوک چې پاتې دي مخکې یې یو شمیرو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG