د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې د هدفي، ناقانونه او مشکوکو وژنو ۲۵۱ پېښې ثبت کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
نن په دوو ورزشی رشتو کې د افغانستان ملي لوبډلې له سیالو ګاونډیو لوبډلو سره مخامخ کېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن شپه په متحده عربي اماراتو کې له پاکستان سره په درې اړخیزه سیریز کې مخ شي او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د تاجکستان په حصار ښار ورزشي لوبغالي کې له ایران سره مخامخ شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) وایي، افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، طبیعي پېښې او خطرونه یې د بېرته ستنېدوکو او بې ځایه شویو پر وړاندې د ناورینونو اصلي لاملونه دي.
د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د غرنیو ځنګلونو او څرځایونو د بیا رغونې لپاره رضاکارانه هڅې. دا هڅې د دایکندي ولایت د یو ځوان په نوښت پیل شوي. خو دا ځوان څوک دی، کومو ولایتونو کې دا کارونه ترسره کوي؟ دغه راپور کې یې جزیات اوری.
څه دپاسه سلو کورنيو او نړیوالو مدني بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په یو پرانیستي لیک کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا افغانستان لپاره د یو خپلواک نړیوال ځواب ورکونکي میکانیزم پر ژر تر ژره جوړېدو ټینګار کړی دی. دوی په افغانستان کې دبشري حقونو د ناورین په اړه اندیښنه څرګند کړه.
په افغانستان کې پر مذهبي ازادیو د طالبانو حکومت له خوا د محدودیتونو په اړه د نیوکو په دوام، د امریکا د نړیوالې مذهبي ازادۍ کمېسیون (USCIRF) اعلان کړی چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
یو شمیر افغان نجونو او میرمنو ازادي راډیو ته وویل، د نارینه وو کارونکو له خوا ښه کمنټونه نه اخلي او په مسنجر کې هم ځورول کېږي. له دې ډلې ځینو ښځو خپل پاڼې هم بندې کړې دي.
د افغانستان په خوست او ننګرهار ولایتونو کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ځايي خلکو او طالب چارواکو په خبره ۳ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي برید د پاکستان پوځ کړی او په غبرګون کې یې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.
د طالبانو حکومت پر خوست او ننګرهار ولایتونو د پاکستان د پوځ د تیرې شپې بریدونه غندلي او په غبرګون کې یې کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. پاکستاني لوري تر دې دمه پر پیښې رسمي تبصره نه ده کړې.
نور راوښيه