په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول زده کړو د طالبانو له بندیز څه دپاسه څلور کاله تېریږي د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو این ومن ویلي د دې هیواد ډیرې خلک د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.
دغه ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون د اګسټ په ۲۹ یې خپره کړې ویلي د ټول افغانستان په ښاري او کلیوالي سیمو کې یې له ۲ زره ډېرو کسانو سره خبرې کړي او ۹۲ سلنه خلکو ورته ویلي چې د نجونو دوامداره زده کړې مهمې دي.
په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د د زده کړو ملاتړي دي داسې مهال چې د سروې له مخې دا شمېر په ښاري سیمو کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ ۹۵ سلنه ته رسیږي
د دې ترسره شوې سروې پایلي ښيي چې په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د د زده کړو ملاتړي دي داسې مهال چې د سروې له مخې دا شمېر په ښاري سیمو کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ ۹۵ سلنه ته رسیږي.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د استازې سوزان فرګوسن له قوله راغلي: "دا تقرېبا همیش لومړنی پیغام دی چې نجونې یې له موږ سره شریکوي – دوی زده کړو ته لیواله دی او یوازې غواړي د زده کړو فرصت ولري، کورنۍ هم غواړي لوڼې یې زده کړې وکړي، ځکه هغوی پوهېږي چې سواد او زده کړه د یوې نجلۍ ژوند بدلولی شي، په داسې هېواد کې چې نیمایي خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي."
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د روانې اګسټ په ۱۶ مه یې کورنیو رسنیو ته ویلي وو چې د نجونو د زده کړو په مسله لا هم کار اون دی او د دې لپاره شرعي جواز ته اړتیا ده، خو له زده کړو راګرځول شوې یو شمېر نجونې وايي طالبان اراده نه لري چې افغانې نجونې دې لوړې عصري زده کړې وکړي.
د کابل یوې اوسېدونکې وویل، د طالبانو له راتګ مخکې د یولسم ټولګي زده کوونکې وه خو اوس په کور ناسته ده.
هغې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راديو ته وویل، " د دوی اصلی هدف د نجونو نه زده کړې کول دي، خو افغان ولس د اوناثو طبقې ته په هره برخه کې اړتیا لري، باید زده کړو ته اجازه ورکول شي، زموږ غوښتنه داده چې نور زموږ په احساساتي ملنډې مه وهئ. "
د ننګرهار یوې اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال تر بل هر وخت افغانې کورنۍ د زده کړو په ارزښت پوهیږي او دا چې طالبان نه باید د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوي.
د دوی اصلی هدف د نجونو نه زده کړې کول دي، خو افغان ولس د اوناثو طبقې ته په هره برخه کې اړتیا لري، باید زده کړو ته اجازه ورکول شي، زموږ غوښتنه داده چې نور زموږ په احساساتي ملنډې مه وهئ
"طالبان نه شي کولای د خلکو غوښتنې له پامه وغورځوي، باید نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي، افغانستان اوس مهال د نجونو زده کړو ته ډېره اړتیا لري او دې اړتیا ته په پام طالبان باید د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې پرانیزي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې وتړلې او دغه راز یې د کار په ګډون په ښځو ګڼ محدودیتونه ولګول.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې څانګې ویلي د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د یوې بلې جلا ټلیفوني سروې له مخې ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو له لوري په غیر دولتي ادارو کې د دوی په کار بندیز د افغان ښځو ژوند سخت اغیزمن کړی دی.
دغه راز له نیمايي زیاتو مرستندویه موسسو هم شکایت کړی چې د ښځو په کار محدودیت د دوی په خدمتونو اغېز کړی دی.
دغه ادارې ویلي پر ښځو د طالبانو له سختو محدودیتونو سره سره ۴۰ سلنه ښځې لا هم په برابر راتلونکې باور لري.
دغه راز درې په څلورمه برخه ښځو خپل رواني وضعیت بد یا بدتر بللی او ډیرو یې ویلي چې د خپلو کورنیو په پرېکړو کې هیڅ ډول واک نه لري.
که څه هم پر ښځو د طالبانو ګڼو محدودیتونو په کور دننه او په نړیواله کچه ګڼ غبرګونونه راپارولي خو طالبانو په وار وار ویلي چې د شریعت له مخې د افغان ښځو حقونه خوندي شوي هغه ادعا چې نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.