د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۱

یوشمیر افغان نجونې او ښځې له انلاین ځورونو شکایت لري


ارشیف
ارشیف

یو شمیر افغان نجونو او میرمنو ازادي راډیو ته وویل، د نارینه وو کارونکو له خوا ښه کمنټونه نه اخلي او په مسنجر کې هم ځورول کېږي. له دې ډلې ځینو ښځو خپل پاڼې هم بندې کړې دي.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانې ب وايي، د نارینه و له لورې انلاین ځورونې د نجونو او ښځو پر ذهنی او رواني وضعیت ناوړه اغیزې پرې باسي، د بیان ازادي محدودوي او په خپل ډول کې یو توپیري چلند دی. له دې ډلې د لطیفې په نوم د ښځو د حقونو یوه فعاله وایي:

" ‌ډیری داسې کسان وو، چې هغوی زمونږ زړونه رامات کړل، د کمنټونو له لارې په فیس بوک پاڼه کې، تمسخر به یې کولو. "

د زده کړو د برخې دا فعاله او د ټولنیزو رسنیو کارونکې وايي، که څه هم تل یې په خپلو ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیس بوک پاڼه کې سم، ښوونیز او روزنیز پوستونه کړي خو په خبره یې کمنټونو کې پرې تر ډېره ملڼدې وهل شوي، سپکاوی یې شوی او دغه شان په مسنجر کې هم ځورول شوې ده.

لطیفه چې نه غواړي افغانستان کې یې د استوګنې ځای په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل، له همدې امله اړه شوه چې خپله فیس بوک پاڼه وتړي:

" یو څوک ول، په مسنجر کې به یې راته مسجونه کول، ځورلم یې، اخر یې دې ته مجبوره کړم چې له دغې فیس بوک پاڼې څخه لاس واخلم، زمونږ ډیری همکارانې او نورې ملګرې هم له دغه ستونزې سره مخ شوې وې."

خو لطیفه زیاتوي چې ډیر کم، ښه او هڅونکي کمنټونه یې هم ترلاسه کول.

دا یوازې لطیفه نه ده چې په ټولنیزو رسنیو کې ځورول شوې او مزاحمت ورته شوی، یو شمیر نورې افغان نجونې هم وايي ورته ستونزې سره مخ دي.

خبریاله مریم بارک بیا وايي، دا یوه رسمي فیس بوک پاڼه لري، خو د همدې مزاحمتونو له امله یې د کمنټونو برخه تړلې ده.

مریم ازادي راډیو ته وویل:

" زه له ټولنیزو رسنیو څخه استفاده کوم، سره له دې چې زما اکونټ ډیر رسمی دی، خو د کمنټونو برخه مې تړلی چې منفي کمنټ وانه خلم، خو سره له دې هم په مسنجر کې ډیر مزاحمتونه پیدا کېږي ."

مریم زیاتوي چې ډیری نجونې اوس د همدغه مزاحمتونو له امله د هلکانو په نومونو چې د کورنۍ غړي یې دي یا په نورو مستعارو نومونو په ټولنیزو رسنیو کې فعالیت لري.

د ښځو د حقونو فعاله او د اقرا انلاین مجلې مسووله مدیره فتانه ژوند وايي دا ډول کړنې د فعالو نجونو او ښځو پر ذهنی او رواني وضعیت ناوړه اغیزې پرې باسي، د بیان ازادي محدودوي او په خپل ډول کې یو توپیري چلند دی:

" په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو په وړاندې توپیري چلند، سپکاوي، بې ځایه کمنټونو او د لفظي تاوتریخوالي زیاتېدو، زمونږ د نجونو د فعالیتونو په وړاندې لویه ستونزه جوړه کړې ده، دا ډول کړنې نه یوازې دا چې د بیان د ازادۍ محدودل دي بلکې د ښځو د ټولنیزې او فرهنګي ونډې د کمزوري کولو هڅه هم ده."

په راپور کې مرکه شوې میرمنې وايي، په دا شان یوې فضا کې دوی نه شي کولای خپلې خبرې، تجربې او نظرونه له ټولنې سره شریک کړي.

خو فتانه ژوند دوی ته سپارښتنه کوي، چې د ځان د محدودلو پر ځای هغه اکونټونه او پاڼې بلاک او راپور کړي چې دوی ته ورنه مزاحمتونه کېږي.

نوموړې د دې ستونزې د هواري لپاره له هرې ممکنې لارې د عامه پوهاوي په لوړولو هم ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG